د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن سهشنبه په کابل کې د «اقلیمي بدلونونو او د بشر راتلونکې» تر سرلیک لاندې یوه علمي ناسته جوړه کړه چې د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو، د پوهنتون استادانو او محصلینو پهکې ګډون کړی وو.
د ناستې تنظیموونکي وایي، د دې غونډې موخه د اقلیمي بدلونونو له ناوړه پایلو سره د مبارزې لپاره د علم، پوهې او عامه پوهاوي رول ته پام وراړول دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مطیعالحق خالص وویل چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیم د منفي بدلونونو له امله تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، مطیعالحق خالص، د علمي او اکاډمیکو بنسټونو پر مهم رول ټینګار کوي او وایي، پوهنتونونه کولای شي د هدفمند تحقیق او عامه پوهاوي له لارې، د چاپېریال د ساتنې په برخه کې اغېزناکې حللارې وړاندې کړي.
په ورته مهال، د پوهنتون یوشمېر استادانو ټینګار وکړ چې چاپېریال ساتنه باید هم د لوړو زدهکړو په کچه او هم د ټولنې په عامه پوهاوي کې شامله شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، چاپېریال کارپوهان د افغانستان د اقلیمي وضعیت، نازک حالت ته په اشارې خبرداری ورکوي او وایي، که چټک او اغېزمن نړیوال اقدامات ونهشي، د وچکالیو، اقلیمي بېځایه کېدنې او د خوړو د نهخوندیتوب له امله به بشري بحرانونه نورهم پراخ شي.
سره له دې، چاپېریالي کارپوهان باور لري چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت، پر کرنیزې برخې اقتصادي تکیه او د چاپېریالي زیربناوو نشتون، دا هېواد د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې خورا زیانمنونکی کړی دی.
باید وویل شي چې په تېره یوه اوونۍ کې، دا دوهم علمي کنفرانس دی چې د اقلیم بدلونونو په اړه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له خوا په کابل کې ترسره کېږي.


