Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

images

په کابل کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ پیل شوی و، نن شنبه، تلې دولسمه نېټه پای ته ورسېد.

د دغه نندارتون یوشمېر ګډونوال یاد نندارتون د خپلو کاروبار د ودې او بازارموندنې لپاره ګټور بولي.

د «سنبل سلیقه مادر» د خوراکي توکو د شرکت مسؤله ناجیه سلطاني سلام‌وطندار ته وايي: «نندارتون ډېر اغېزمن و، ځکه خلک د کورنیو تولیداتو په اړه لږ معلومات لري. دا ښه فرصت و، ډېرو کورنیو ګډون وکړ او زموږ پلورنه ښه وه.»

همدارنګه د شاتو د تولید یوه شرکت مسوول نصیراحمد وايي چې د نندارتون پرمهال یې د څلورو سوداګرو له لوري د صادراتو فرمایشونه ترلاسه کړې دي. «موږ د جلال‌اباد، هلمند، کندهار، بدخشان او کاپیسا شات دلته راوړي وو. د بازاریابۍ لپاره دا ځای ډېر ګټور دی او څلورو لویو سوداګرو زموږ د شاتو د صادراتو فرمایشونه ورکړي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د «حیا» شرکت مسووله ماریا اعظمي چې د ښځو لاسي صنايع یې نندارې ته وړاندې کړي وو، وايي: «موږ درې قراردادونه د سرکوچي پشتي او نورو برخو کې د ۳۰زره افغانیو په ارزښت ترلاسه کړل. زموږ غوښتنه دا ده چې داسې نندارتونونه ډېر شي او زموږ د تولیداتو د بهرنیو پلور لارو زمینه هم برابره شي.»

بل لور ته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کرنیزو محصولاتو د خزانیز نندارتون ترسره کېدل د افغانستان د تولیداتو په معرفي کولو کې مهم رول لري.

د دې وزارت ویاند، شېرمحمد حاتمي، وویل: «کرنې وزارت هڅه کوي د تولیداتو د ودې ترڅنګ د هغوی لپاره د بازارموندنې فرصتونه برابر کړي. د همدې هدف لپاره د کرنیزو محصولاتو ۳۳م نندارتون د سلګونو سوداګرو او زرګونو لیدونکو په ګډون څلور ورځې دوام وکړ. په دغه نندارتون کې د تولیداتو مستقیم پلور، د تفاهم‌لیکونو لاسلیک او د بازارموندنې مهم فرصتونه رامنځته شول.»

په نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، بڼیزو توکو، لبنیاتو، کرنیزو ماشینونو، درملیزو بوټو، لمریز برښنايي دستګاوو او لاسي صنايعو ۲۶۳ غرفې نندارې ته وړاندې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام