د میدانوردګ د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولان وایي چې د ولایت په کچه د بوکسینګ دوه ورځنۍ ټاکنیزی سیالۍ ترسره شوې.
د دې ولایت د بدني روزنې ورزش امر ذبیحالله سلاموطندار ته وویل، یادې سیالي د بدني روزنې او المپیک امریت او د اړوند فدراسیون په همغږۍ د یوشمېر کلپونو ترمنځ ۱۱۰ ورزشکارانو ټاکنیزي سیالي په درېوو کټګوریو تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په کچه ترسره شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، هڅه یې دا وه چې د دغو سیالیو له لارې وړ او مسلکي لوبغاړي د کیک بوکسنګ ولایتي لوبډلې ته غوره شي چې په وینا یې، له هري کټګورۍ څخه ۱۳ ـ ۱۳ تنه انتخاب شول او دوې ورځې یې دوام وکړ.