اسلامي امارت له افغان خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه د لوېدیځو هېوادونو د اندېښنې په غبرګون کې چې لندن کې د یوې غونډې پرمهال مطرح شوي، دغه اندېښنې بېځایه بولي او وايي، هېواد کې سراسري امنیت تامین دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یادې غونډې د غړو اندېښنې په غبرګون کې ټینګار کوي چې له افغان خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه دی متوجې او افغانستان کې ترهګرې ډلې هم فعالیت نهلري.
هغه وویل: «اسلامي امارت په افغانستان کې امنیت سراسري تأمین کړی دی. هېڅ ترهګره ډله او نورې ډلې په افغانستان کې فعالیت نه کوي. له افغانستان څخه سیمې هېوادونو ته کوم ګواښ نشته او دغه ادعاوې ناسمې دي.»
دا داسې مهال دی چې لندن د روانې اونۍ د دوشنبې او سېشنبې په ورځو د لوېدیځو هېوادونو د استازو په حضور د یوې غونډې کوربه وو.
په بهرنیو چارو کې د برتانیې د دولت وزارت تېره ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، دغه غونډه د برتانیې، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې او نورو هېوادونو د استازو په حضور ترسره شوه.
افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما اوسنۍ سرپرستې او سیاسي مرستیالې هم دغه غونډه کې حضور درلود او ګډونکوونکو یې له افغان خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښوولې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې سره، د چارو شنونکي وايي، د افغانستان د انزوا دوام او نړیواله ټولنه کې د هېواد د حضور لپاره د یوه قانوني چوکاټ نهشتون د ورته اندېښنو د مطرح کېدو لامل شوی.
د نړیوالو چارو کارپوه مطیعالله ارینپور وویل: «تروریزم یوه داسې موضوع ده چې سیاسي حدونه نه پېژني. د غرب او سیمهییزو هېوادونو له نظره، د افغانستان څخه راپورته کېدونکی تروریزم یوه جدي موضوع ده چې په میداني شواهدو ولاړه ده. د ایران او پاکستان لهخوا د افغان مهاجرینو د ایستلو زیاتوالی دې ته اړ کړی چې میلیونونه ځوانان د بېوزلۍ او بېکارۍ په شرایطو کې افغانستان ته راستانه شي چې ممکن د افراطي ډلو د جذب په خطر کې واچوي.»
همداراز د پوهنتون استاد حبیبالله جعفري په دې اړه وايي: «له افغانستان څخه د تروریزم له امله اندېښنې د اروپایي او غربي هېوادونو لپاره جدي دي، ځکه چې افغانستان اوس مهال یو منزوي هېواد دی او نړیوال مشروعیت نهلري. که هېواد مشروع وای، نو اوسنی حکومت به د نړیوالې ټولنې لخوا پېژندل شوی وای او خپلې مبارزې به د افراطي او ترهګریزو ډلو پر وړاندې د نړیوالو تړونونو پر اساس پر مخ وړلې وای.»
د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو وروسته، یو شمېر هېوادونو او سازمانونو په وار وار افغانستان کې د ترهګرۍ شتون او د افراطي ډلو فعالیت په اړه اندېښنې مطرح کړي، خو د اسلامي امارت چارواکو دغه اندېښنې بېبنسټه بللي دي.


