تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل بریدونو پرمهال ۹۱ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي.
د فلسطین د دولتي رسنیو دفتر یوه اعلامیه کې ویلي، تر نیمايي پورې تلفات هغو سیمو کې رامنځ ته کیږي چې د اسراییل پوځ یې «امن» سیمې بولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اعلامیه کې ویل شوي چې د تېرې اګست میاشتې په ۱۱مه غزې ښار کې د جبري تخلیې له پیل راهیسې، مرکزي او سویلي سیمو کې د اسراییل بریدونو پرمهال شاوخوا یو زر او ۹۰۳ فلسطینیان وژل شوي.
دغه شمېر یاده موده کې د ټولو تلفاتو ۴۶ سلنه جوړوي.
د فلسطین دولتي رسنیو دفتر اسراییل د عمومي افکارو په تېر اېستلو تورن کړی او ټینګار یې کړی چې ملکي وګړي قصدآ په نښه کیږي.