د لوګر محلي چارواکي وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار کې حضرت محمد (ص) ته منصوبه متبرکه خرقې شریفې ته د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.
د یادې ودانۍ بنسټ ډبرې کېښودلو مراسمو کې د حج او اوقافو وزارت، د لوګر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
جوړو شویو مراسمو ته د لوګر والي قاري صلاح الدین ایوبي وویل، دغه ودانۍ د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې د حج او اوقافو وزارت له لوري د مرکز پلعلم ښار اړوند د «عبدالله ابن مسعود» جامع جومات کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، د دې ودانۍ جوړول نه یوازې د لوګر اوسېدونکو لپاره، بلکې د افغانانو لپاره قیمتي میراث او ویاړ دی.
بلخوا د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عارفالله عارف وویل، دا ودانۍ حضرت محمد (ص) ته منصوبه خرقه شریفې د خوندي ساتلو لپاره جوړیږي.
یاده خرقه شریفه د تېرو څو کالونو راهیسې لوګر په ازرې او همدارنګه په مرکز پلعلم کې ساتل کېدله، خو د ولسونو په غوښتنه او د اسلامي امارت د مشرتابه ځانګړي حکم له مخې، په مرکز پلعلم کې ورته ځانګړې ودانۍ جوړېږي.