Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د غلا او قتل په تور یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې

20250906_143758

د لوګر  امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي په «دولت کلا» سیمه کې د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده.

د دغه ولایت امنیه قومندان ملااغا ولي نوراني پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د محمداغې ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو تېره ورځ شپږ کسان چې په غلا او قتل تورن دي، نیولي دي.

نوراني وویل، یادو کسانو د عبدالله په نوم یو کس هم په محمداغې ولسوالي کې د پنځه سوه زره افغانیو پر سر د غلا پرمهال وژلی و.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امنیه قومندان زیاته کړه چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي. بل‌خوا نیول شویو کسانو هم د رسنیو پر وړاندې خپل جرم منلی او وایي چې مونږ په تېروتنې سره د عبدالله په نوم یو کس وواژه.

هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ هم د لوګر امنیه قومنداني پولیسو په مرکز پل‌علم کې درې کسان د بېلابېلو غلاو په تور نیولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام