لنډیز
دغه ملي نظرپوښتنه په هېواد کې له ۱۸ تر ۳۵ کلونو ځوانانو ترمنځ د شوخطبعي او ښادۍ د کچې د معلومولو لپاره شوې ده. د پایلو له مخې، ۶۲ سلنه ځوانان ځانونه شوخطبع ګڼي، په داسې حال کې چې ۸۱.۵ سلنه له طنز څخه د سترس د کمولو لپاره ګټه اخلي.
مهمې نکتې
- د نمونې اندازه: له ۲۲ ولایتونو ۵۰۰ ځوانان.
- بڼه: د مقطعي سروې د میتود پربنسټ، د جوړښت لرونکي پوښتنلیک په مرسته بشپړه شوې.
د څېړنې مخینه
شوخطبعي او خوشحالي د انسان د رواني سلامتۍ او ټولنیزې هوساینې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. څېړنې ښيي چې دا ځانګړنې نه یوازې د ژوند د کیفیت په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د سترس په کمولو او د ټولنیزو اړیکو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.
څېړونکي د طنز د تشریح لپاره بېلابېل چوکاټونه وړاندې کړي، لکه د «غورهوالي» نظریه، «ناسازګارۍ» نظریه، «تخلیې» تیوري او «ارتباطي» لیدلوری. دا ټول د طنز د اغېز او د هغه د رواني او ټولنیزو اړخونو بېلابېلې زاویې څرګندوي.
طنز د اضطراب او خپګان په کمولو کې مرسته کوي، فزیکي روغتیا ته ګټه رسوي او د انساني اړیکو کیفیت لوړوي. د سیمې او نړۍ په کچه ګڼ شمېر څېړنې – د ترکیې، جاپان، ایران، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون – تاییدوي چې ځوانان له طنز څخه د رواني فشارونو د کمولو لپاره یوه اغېزمنه وسیله جوړوي، خو د فرهنګي او ټولنیزو توپیرونو له امله، د طنز ډول او کچه له ټولنې ټولنې توپیر لري.
سره له دې، لاهم په علمي ادبیاتو کې ځینې تشې لیدل کېږي؛ په ځانګړي ډول په هغو ټولنو کې چې له کړکېچ او بحران سره مخ دي، د فرهنګي ځانګړتیاوو د اغېزو څېړنه محدوده پاتې شوې او د ځوانانو په اړه پراخې مطالعې نهدي شوي.
افغانستان چې ځانګړی ټولنیز جوړښت، د ځوانانو لوی نفوس او بډایه فرهنګي میراث لري، د طنز او شوخطبعي د څېړنې لپاره ځانګړې زمینه برابروي، خو تر دې دمه په دې برخه کې یوه پراخه او ملي څېړنه نه ده شوې. د تازه مطالعو په رڼا کې، تمه ده چې د افغان ځوانانو د طنز بڼې، د سترس په مقابل کې یې رول او همدارنګه د جنسیتي او سیمهییزو توپیرونو اغېزې روښانه شي.
د پېژندنېبڼه
د مطالعې طرحه
- د مطالعې ډول: توصیفي – مقطعي
- احصایوي ټولنه: د افغانستان له ۱۸ تر ۳۵ کلونو ځوانان
- د نمونې اخیستلو طریقه: طبقهيي تصادفي نمونه اخیستل
- د معلوماتو راټولولو وسیله: جوړښت لرونکی تړلی پوښتنلیک (چاپي او انلاین)
اصلي متغیرونه
- نفوس پېژندنې متغیرونه: عمر، جنس، د اوسېدوځای، دندې حالت
- تړاو متغیرونه: د شوخطبعي کچه، د طنز ډول، د طنز وخت، د طنز چاپېریال
- کنټرول متغیرونه: د زدهکړو کچه، اقتصادي وضعیت
د تحیلیل بڼه
- سافټوېر: SPSS v.28
- احصایوي ازمويښتونه: کای اسکوئر، t-test، ANOVA
جغرافیایي او نفوس پېژندنې پوښښ
دا نظرپوښتنه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې شوې او په ټولییزه توګه پهکې ۵۰۰ ځوانان ګډون کړی دی.
جغرافیایي وېش:
- کابل: ۱۴٪ لوړ ګډون
- هرات: ۱۲٪
- فاریاب: ۱۱.۲٪
- نیمروز، فراه، هلمند: ۰.۲٪ ټیټ ګډون

د نفوس پېژندنې وېش
د جنسیت وېش:
- ښځې: ۵۹.۶٪
- سړي: ۴۰.۴٪

د عمر ډلې:
- ۱۸ تر ۲۵ کلونو: ۴۸.۲٪
- ۲۵ تر ۳۰ کلونو: ۳۹.۴٪
- ۳۰ تر ۳۵ کلونو: ۱۲.۲٪

د اوسېدو ځای:
- ښاري: ۸۷.۶٪
- کليوالي: ۱۲.۴٪

د دندې وضعیت:
- بېکار: ۴۲٪
- شاغل: ۳۴.۴٪
- زدهکوونکی: ۲۳.۶٪

اصلي موندنې: د شوخطبعي کچه
د دې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې زیاتره ګډونوالو (۶۲٪) ځانونه شوخطبع ګڼلي، په داسې حال کې چې ۳۸٪ یې داسې فکر نهکوي.

د جنسیت پر بنسټ وېش څرګندوي چې نارینه په ۶۹.۸٪ کې ځانونه شوخطبع ګڼلي، په داسې حال کې چې ښځې په ۵۶.۷٪ کې دا ځانګړتیا ښودلې ده.

د تفرېح وخت او د شوخطبعي چاپېریال
د تفریح وخت:
د ځوانانو له ډلې څخه څه باندې (۵۲.۲٪) ځانونه ته د تفریح لپاره مشخص وخت ټاکلی، پهاسې حال کې چې ۴۷.۸٪ د تفریح لپاره مشخص وخت نهلري.

د شوخطبعي چاپیریال:
زیاتره ګډونوال (۵۵.۴٪) ترجیح ورکوي چې د کورنۍ په منځ کې شوخي وکړي؛ په داسې حال کې چې ۳۶.۲٪ د دوستانو منځ غوره کړی او ۸.۴٪ دواړه چاپیریالونه مناسب ګڼلي دي.

د جنسیت الګو څېړنې ښيي چې نارینه د ملګرو ترمنځ تر ټولو ډېر (۴۳.۱) سلنه یا دواړه محیط کې (۴۵.۵) سلنه شوخي کوي او یوازې ۱۱.۲ سلنه هغوی کورني چاپریال ته ترجیح ورکوي چې شوخي وکړي. په مقابل کې یې ښځې په دواړو ډلو کې (۳۹.۹) سلنه شوخي کوي او نارینهوو ته په پرتله کورني چاپریال کې (۲۶.۵) سلنه هغوی شوخي کوي.

د شوخطبعي ډول او وخت
د شوخي ډول:
څه باندې (۶۴.۲٪) ځوانان لفظي شوخي لکه لطیفې او طنز غوره کوي، پداسې حال کې چې ۳۵.۶٪ فزیکي شوخي ته لېوالتیا لري.

د جنسیت له نظره، ۷۲.۲٪ نارینه او ۵۸.۷٪ ښځینه لفظي شوخي غوره کړې. فزیکي شوخي په نارینهوو کې (۳۸.۹٪) ده چې د ښځو په پرتله (۲۷.۵٪) سلنه لوړ ده.

د شوخي وخت:
له (۸۳.۷٪) ډېری ځوانانو ویلي چې د تفرېح، مېلمستیا او ارام پرمهال شوخي کوي. یوازې ۱۵.۹٪ د کار یا زدهکړو پرمهال شوخي تجربه کوي.

د جنسیتي توپیر پربنسټ، نارینه (۷۳.۲٪) او ښځې (۶۳.۷٪) په فراغت وخت کې تر ډېره شوخي کوي، په دااسې حال کې چې د کار یا زدهکړو چاپېریال کې شوخي لږ عامه ده.

شوخطبعي د سترس د کمولو په توګه
ډېر ګډونوال (۸۱.۵٪) ویلي چې له طنز او شوخطبعي څخه د سترس او خپګان د کمولو لپاره کار اخلي.

د دوی په منځ کې ۶۴.۸٪ نارینه او ۵۹٪ ښځینه د شوخطبعي دا مثبت رول تایید کړی دی.

تحلیل او بحث:
د دې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې سره له شته ستونزو، شوخطبعي او خوښي د افغانستان د ځوانانو په ژوند کې لاهم مهم رول لري. ځینې مهم ټکي په لاندې ډول دي:
- غالبیت لفظي شوخي: دوه پر درېوو څخه ځوانان لفظي شوخي لکه لطیفې او طنز غوره کوي چې د افغانستان د ژبې او شفاهي کلتور اهمیت څرګندوي.
- جنسیتي توپیرونه: نارینه زیاتره ځانونه شوخطبع ګڼي او د شوخطبعي چاپېریال او ډول کې یې ځانګړي الګوګانې ښودلې دي.
- د سترس کمول: ډیری ځوانان له شوخطبعي څخه د سترس د کمولو لپاره کار اخلي چې د رواني سلامتۍ په برخه کې یې ارزښت څرګندوي.
- د وخت محدودیتونه: نږدې نیمایي ځوانان د تفریح لپاره کافي وخت نهلري چې دا کولای شي، د ژوند کیفیت ته منفي اغېز ورکړي.
پایله او وړاندیزونه
د دې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې شوخطبعي او خوښي د افغانستان د ځوانانو په منځ کې، په ځانګړي توګه د فراغت په وخت او د کورنۍ یا ملګرو په منځ کې، د سترس د کمولو او د رواني وضعیت د ښهوالي لپاره مهم رول لري.
سره له دې چې ډېری ځوانان ځانونه شوخطبع ګڼي، د ځینو ننګونو لکه د کاري فرصتونو نشتوالی، د تفریح لپاره محدود فرصتونه او د جنسیتي توپیرونو شتهوالي په چاپیریال او ډولونو کې د ټولنیز نشاط د زیاتوالي پر وړاندې جدي خنډونه دي.
وړاندیزونه:
ځوانان د ټولنې ستنه ګڼل کېږي او د هغوی رواني او روحي وضعیت مستقیم د هېواد د ثبات، پرمختګ او راتلونکي پر کیفیت اغېز لري. خوښي او نشاط په ځوانانو کې یوازې یوه فردي اړتیا نه ده، بلکې یوه ټولنیزه او ملي اړتیا ګڼل کېږي.
د څېړنې پربنسټ لاندې وړاندیزونه وړاندې کېږي:
- د تفریحي پروګرامونو پراختیا: د ځوانانو لپاره مناسب فضا او سالم تفریحي پروګرامونه برابرول.
- د ژوند مهارتونو روزنه: د سترس د کمولو او د شوخطبعي د مثبت کارونې مهارتونو پیاوړتیا.
- د کاري فرصتونو رامنځته کول: د بېکارۍ کمول، څو د ځوانانو رواني وضعیت ښه شي.
- د جنسیتي توپیرونو ملاتړ: د جنسیتي ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره پروګرامونه ترتیبول.
- نورو څېړنو ته وده ورکول: د ځوانانو د اړتیاوو او ننګونو د لا ښه درک لپاره بشپړ مطالعات ترسره کول.


