د شمالي‌کوریا مشر کیم جونګ اون، د هغو سرتېرو ستاینه کړې چې د اوکراین پر ضد جګړې ته د روسیې ته لېږدول شوي دي.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ (KCNA)  نن پنجشنبه، راپور ورکړی چې کیم د پوځ د بهرني عملیاتو له افسرانو سره په لیدنه کې د هغوی «له اتلولۍ ډک رول» وستایه او ټینګار یې وکړ چې دغه ځواکونه د هېواد د نړیوال حیثیت او د کوریا – روسیې د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره ستره ونډه لري.

د راپور له مخې، نوموړي افسرانو او سرتېرو ته د « زغم او حوصلې» پیغام ورکړی او یادونه یې کړې چې د روسیې په کرسک سیمه کې د دوی شتون د ستراتیژیکې ملګرتیا څرګندونه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لوېدیځ استخباراتي ادارې وايي چې پیونګ‌یانګ تراوسه له ۱۰زرو ډېر جنګي سرتېري روسیې ته استولي، ترڅنګ یې پوځي مهمات او تو‌پ‌خانې هم برابر کړي دي.

شنونکي باور لري چې د شمالي‌کوریا دا ګام نه یوازې د روسیې د پوځ د بشري ځواک کمښت پوره کوي، بلکې په بدل کې مسکو کېدای شي، پیونګ‌یانګ ته د پرمختللو وسلو ټکنالوژي او انرژي سرچینې برابرې کړي.

په دې توګه د روسیې او شمالي‌کوریا اړیکې چې مخکې یې هم پوځي همکاري لرله، اوس د اوکراین جګړې په سیوري کې لا نوره پراختیا مومي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام