Asset 1SWN

عبدالحق وثیق: استخباراتي کړۍ چې له بهر تمویلېږي، ختمې به شي

GyscIcYXwAAqyKn

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست مشر عبدالحق وثیق وايي، هغه استخباراتي کړۍ چې هېواد کې له بهر څخه تمویلېږي، له‌منځه به یوړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

د نوموړي په وینا، اوسنی حکومت قوي اراده لري او چاته اجازه نه‌ورکوي چې په کور دننه مخالفت وکړي.

هغه زیاته کړه چې «دا پلمې دي خلګ نه کوي چې دا اسلامي نظام دی، لدې نه وروسته به اشغال راځي دا خبرې دي له فکرونو وباسي، اسلامي نظام یو قوي نظام دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عبدالحق وثیق همداراز ټينګار وکړ چې هېواد یوه لوېشت ځمکه هم د مخالفیونو لاس کې نشته او رسنیو کې یوازې اوازې خپرېږي. د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست رییس په خپلو کې وویل چې داعش ډله له بهره تحمیل شوې او هېواد کې ځای نه‌لري.

هغه وویل: «ټوله نړۍ په دې اند وه، چې نور د نړۍ په هېڅ هېواد د بشپړ اسلامي نظام رامنځته کېدل امکان نه لري، خو الحمدالله د اسلامي امارت مجاهدینو او افغان ولس د سترو قربانيو او قوی عزم پر مټ په افغانستان کې اسلامي نظام ټينګ کړ.»

 وثیق زیاته کړه، چې ډېر د وياړ ځای دی چې يوازې په تېرو سلو کلونو کې په دې خاوره کې حق پر باطل بريالی کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام