د روان کال له پیل راهیسې د متحده ایالاتو د مرستو د بندیدو، د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستندېدو او د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په ترڅ کې، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.
ځینې مرسته کوونکې هېوادونه، هېواد کې د واکمنو چارواکو د مداخلې د اندیښنو له امله، د بشري مرستو د دوام په اړه کم لېواله شوي دي.
د دې تشې د ډکولو لپاره، د اسلامي امارت چارواکو د اروپایي ټولنې او یوشمېر اروپایي هېوادونو سره اړیکې پیل کړي دي.
پرون ناوخته د کورنیو چارو سرپرست سراجالدین حقاني د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ سره په لیدنه کې د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه او د نشهيي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره یې د همکارۍ غږ وکړ.
د لیدنې په جریان کې دواړو لوریو د افغان کډوالو ملاتړ، روغتیايي او بشري مرستې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د امنیت ټینګښت، او د روږدو د درملنې او روزنې په برخه کې د همکاریو پر موضوعاتو خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: «په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان مهاجرینو ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو دوام، مخدره موادو او انساني قاچاق مخنیوي، کاري فرصتونو رامنځته کول، خوندی امنیت او د معتادینو د درملنې او روزنې په برخه کې د همکارۍ پر موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.»
اقتصادي شنونکي قطبالدین یعقوبي او عبدالظهور مدبر وايي چې د بهرنیو مرستو اغېزه یوازې هغه وخت محسوسېږي چې په رڼه توګه او هدفمند پلان او مدیریت سره ترسره شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی ټینګار کوي چې د بیروني مرستو دوامداره اغیز یوازې د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نهکوي او د اقتصادي ستونزو د رېښو د حل لپاره باید د تولیدي اقتصاد او پراختیايي پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.
قطبالدین یعقوبي وویل: «د بهرنیو مرستو شتون د اوس لپاره مرسته کولی شي، خو د اوږدمهاله حل لاره نهده. د بیکاري کمول، د خلکو د معیشت ښه کول او اقتصادي بسیاینه یوازې د زراعت، کانونو او د برښنا تولید په برخه کې د پانګونې له لارې ممکن دي.»
عبدالظهور مدبر وویل: «د کډوالو د ستنېدو له امله د بشري مرستو ننګونې دومره زیاتې شوي چې د دولت له وسه وتلې خبره ده. داسې لیدنې او خبرې د خلکو د معیشت د ښهوالي لپاره ګټورې دي، خو باید په دقیق پلان او ترتیب سره ترسره شي. همدارنګه، د مرسته کوونکو هېوادونو اندېښنې لکه په مرستو کې د مداخلې امکان باید رفع شي، ځکه دا د مرستو پر کیفیت او دوام مستقیم اغیز لري.»
شنونکي باور لري چې د دولت تمرکز په تولیدي سکتورونو، پانګونې او پراختیايي پروژو کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، د کار د زیاتوالي او د بهرنیو مرستو په پرلهپسې تکیه کمولو یوازینۍ لار ده.


