د غور پوهنتون چارواکي وايي چې د ۱۴ میلیونه او ۱۹۸زره ۵۸۶ افغانیو په لګښت د څلورو مهمو پروژو د بیارغونې چارې پیل شوې.
د غور د پوهنتون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پروژو کې د پوهنتون د احاطوي دیوال ترمیم، د سړک اساسي ترمیم او د پارکونو رنګمالي، د څښاک او زراعتي اوبو د رسونې شبکې اساسي ترمیم، د زراعتي څېړنیز فارم ترمیم شاملې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یادې پروژې به د قراردادي شرکتونو له لوري د درېوو میاشتو په موده کې بشپړې او د استفادې لپاره وسپارل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غور پوهنتون چارواکي وايي چې د دې پروژو بشپړتیا به د زدهکړیالانو ښوونیز چاپیریال ښه کولو، د پوهنتون د اسانتیاوو لوړولو او د ودانیو د اغېزمن مدیریت لپاره مهمه ګام وي.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنتون د اصلي ودانۍ جوړښت له پنځو کلونو راهیسې نیمهګړی پاتې او د دې نویو پروژو پیل د پوهنتون د بیارغونې په لړ کې د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.


