کاپیسا کې څاروي‌لرونکې ښځې د څارویو د ناروغیو له زیاتېدو او د دوی وضعیت ته د مسوولانو له نه‌پاملرنې شکایت کوي.

دغه ښځې چې مالداري یې د عوایدو اساسي سرچینه ده وایي، د څارویو مړینه، د شېدو د تولید کمښت، د درملنې لوړ لګښتونه او د دولتي وترنري خدماتو نشتون هغه ستونزې دي چې د ډېرو کورنیو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی.

په مستعار نوم ګلدانه د کاپیسا د کوهستان لومړۍ ‌حصې ولسوالي اوسېدونکې ده او وايي، له مالدارۍ د ورځني ژوند لګښتونه پوره کوي، خو د حیواني ناروغیو او د څارویو مړینې په دلیل نه‌شي کولی د ژوند اړتیاووې تامین کړي.

«تېرکال هم زما د غوا بچی مړ شو. ډاکترانو ویل چې یو ډول ناروغي راغلې او دوی پرې شوی. موږ په پیل کې فکر کاوه چې یخنۍ وه، خو چې ډاکتر مو راوست، ویې ویل دا یوه ناروغي ده. دواګانې او پیچکارۍ یې وکړې، خو ګټه یې ونه کړه او مړ شو. واښه یې نه خوړل، پر زنګون شو، راولوېد او ډېر پرېشان وو. پخوا به مو غوا ډېر شیدې ورکولې، ما به له هغو څخه کوچ، پنېر، چکه او مستې جوړولې او خرڅولې، خو اوس چې ناروغه شوه، کمې شیدې ورکوي. زه نه‌شم کولی لبنیات تولید کړم، له همدې امله زموږ عواید هم کم شول.»

همداراز د کاپیسا د نجراب ولسوالي اوسېدونکې شیما هم د خپلو څارویو روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، له ډېرو هڅو وروسته هم نه ده توانېدلې چې پر وخت یې درملنه وکړي او دا چاره لامل شوه چې څاروي یې له منځه لاړ شي.

هغې وویل: «هغه غواوې چې موږ لرلې، په ډېر زحمت مو لویې کړې. سخته ګرمۍ کې وځو او واښه راټولوو. شاوخوا څلور غواوې مو لرلې چې یوه یې په ناروغۍ اخته شوه. د خولې درد او پښو درد یې خلک بولي. یوې غوا مو بچی هم درلود، خو د همدې ناروغۍ له امله بچی یې په نس کې مړ شو. پلار، ورور او مېړه مې بې‌کاره دي. موږ د غواوو له شیدو پنیر جوړوو او پلورو یې، خو اوس دې ناروغیو د غواوو شیدې هم کمې کړې دي.»

ذاکره د کاپیسا یوه بله کلیوالي مېرمن ده چې په لرې پرتو سیمو کې د څارویو د درملنې مرکزونو له نشتون څخه شکایت لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وايي، په شخصي ډول د خپلو څارویو درملنه ورته ډېره ګرانه تمامیږي.

«غوا ناروغه وه، واښه یې نه خوړل او پښې‌یې درد کاوه. پښه به یې کشوله او ګرځېده، پوه شوم چې ناروغه ده. په کور کې مو سپرې موجوده وه، له هغه مې کار واخیست، بیا مې له لرې ځایه ډاکتر ته زنګ وواهه، هغه پر موټرسایکل راغی، پیچکاري یې وکړه او سپرې یې ووهله، ښه شوه. په هغه سیمه کې چې موږ اوسېږو، هیڅ کلینیک نشته. که ډاکتر هم وي، یوازې شخصي معاینه‌خانه لري. زه غواړم چې حیواني کلینیکونه جوړ شي، ځکه هغه پیسې چې موږ د غوا د تداوي لپاره مصرفوو، زموږ لپاره سخته تمامېږي.»

په همدې حال کې وترنر ډاکټران څاروي‌لرونکو ته سپارښته کوي چې د څارویو د ساتنې او روغتیا اصول په سمه توګه رعایت کړي.

ډاکټر سیدالرحمن کوهستاني وایي، ډېری ناروغۍ له سرحدي څارویو نورو هغو ته انتقالیږي چې د څارویو د مړینې او له منځه تلو سبب کیږي.

«اکثر ناروغۍ له پولو د وارد شوو حیواناتو له لارې انتقالیږي او د نورو څارويو ترمنځ د ناروغۍ د خپرېدو سبب کېږي. مالدارانو زما سپارښتنه ته دا ده چې خپل حیوانات باید په مناسب او پاکو څړځایونو کې وڅروي، له داخلي او خارجي پرازیتونو یې وساتي. کله چې یو حیوان له بازاره اخیستل کېږي، باید لږ تر لږه دوه اونۍ – که ممکن نه وي، نو لږ تر لږه درې ورځې – له نورو څارويو بېل وساتل شي. همداراز مالدارانو ته دا مشوره ورکوم چې له ناروغو حیواناتو سره له تماس څخه ځان وساتي، په ځانګړي ډول د کانګو ناروغۍ په خاطر چې د کنې له لارې انسان ته انتقالېږي.»

ا‌خوا د کاپیسا د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر عبدالخلیل رحماني هم د ځینو حیواني ناروغیو خپرېدل تاییدوي، خو وایي چې دوی د دې ولایت په کچه د څارویو د درملنې لسګونه مرکزونه جوړ کړي.

«د کاپيسا د کرنې ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې دفتر (FAO) او د کرنې وزارت سره په همغږۍ کې د حیواني ناروغیو د کنټرول لپاره پروګرامونه پیل کړي. دغه پروګرام کې د عامه پوهاوي کمپاینونه، د ناروغیو پر ضد واکسیناسیون او د دې ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې د ۵۰ حیواني کلینیکونو او ۳۰ حیواني دواخانو جوړول شامل دي.»

دا په داسې حال کې ده چې مالداري او د څارویو ساتنه د کاپیسا د زیاتره اوسیدونکو له مهمو کاري بوختیاوو ده، که چېرې د حیواني ناروغیو خپریدل دوام پیدا کړي، د ځايي خلکو پر اقتصادي وضعیت به د پام وړ بدې اغېزې ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام