د یوې وړې کارخونې د مېز ترڅنګ ناسته ده؛ چېرې چې د هغې په لاس د جوړې شوې ډېوې نرمې لمبې د پارافین او رنګ خوږ بوی خپروي.

سارا محمدي؛ هغه نجلۍ چې پخوا به یې په یوه تصویري رسنۍ کې د میز تر شا خلکو ته خبرونه وړاندې کول، اوس یې د زینتي شمعو جوړولو ته مخه کړې؛ هغه بدلون چې د ژوند د سختیو او د مالي خپلواکۍ اړتیا له امله رامنځته شوی.

هغه وايي چې لا هم له اطلاع رسونې سره علاقه لري؛ خو ژوند بل لور ته کش کړې؛ هغه لاره چې په‌کې لاسونه یې د خبرونو او رپوټونو لیکلو پر ځای شمعې جوړوي.

«د خبریالۍ کار سره مې ډېره مینه درلوده، او د خبریالۍ کار مې پیل کړ. وروسته مې ژوند کې ستونزې راغلې او ومې نه شو کولی چې دوام ورکړم.»

سارا د حقوقو له پوهنځي فارغه ده؛ خو دغه برخه کې د کار نشتوالي او د عاید اړتیا دېته اړه کړه چې د خپل کور په بام کې په یوې وړې کارخونه کې د ۲۰زره افغانیو په پانګې سره د شمعې جوړول او ډیزاین کار پیل کړي.

هغه خپل محصولات په انلاین ډول پلوري.

«ګورم چې خلک له کلاسلیک او فانتزي شیانو سره مینه لري، ما دغه امکان ورته برابر کړ. ډېوې تولیدوم اوس مې دغه هنر سره علاقه ډېره شوې.»

که څه هم سارا اوس هره ورځ انلاین فرمایشونه ترلاسه کوي او میاشتنی عاید یې له ۲۰ زره افغانیو څخه زیات دی؛ خو په وینا یې، په کورني بازار کې د خامو موادو کمښت او د وارداتو لوړ لګښتونه ځینې وختونه د هغې فعالیتونه له خنډ سره مخ کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«له بده‌مرغه باید ووایم چې د ډیوو لومړني توکي افغانستان کې نه پیدا کیږي، ځکه خلکو دغه هنر ته پام نه دی کړی. په شخصي توګه یې له ګاونډیو هېوادونو واردوم.»

سارا وايي چې د شمعې جوړولو له لارې په ترلاسه کړي عاید سره توانېدلې چې د خپلو محصولاتو د لا ښه کولو لپاره د نږدې ۹۰زره افغانیو په ارزښت تجهیزات او خام مواد واخلي.

«اوس مې یوازې تر نوي زره افغانۍ د وسایلو په پېرلو لګولي، شاید نورې هم مصرف کړم.»

که څه هم سارا توانېدلې چې خپل مسلک په انلاین ډول تعقیب کړي؛ خو د ژورنالیزم سره یې علاقه لاهم په زړه کې پاتې ده.

سارا په لږې پانګې سره توانېدلې چې د خپل کسب او کار د ثبات او ودې لاره ومومي او باور لري چې مالي ځان بسیاینه د نجونو د پیاوړتیا او پرمختګ کلي ده.

«هغه نجونې چې کار کوي او هغه نجونې چې کار ورته نه دی برابر شوی، دواړه باید هڅې وکړي داسې یوه لاره پیدا کړي چې خپله خپلواکي ترلاسه کړي.»

سارا محمدي هره ورځ په خپله وړې کارخونه کې په ډېر دقت او هڅې سره شمعې جوړوي، ترڅو د پیرودونکو فرمایشونه چمتو کړي او د ژوند د ننګونو په منځ کې ځان او نورو ته رڼا راوړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام