لنډیز
دغه څېړنه د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې د روغتیایي خدماتو د لاسرسي وضعیت څېړلو په موخه ترسره شوې.
د ۳۲ ولایتونو له ۱۱۳۶ اوسېدونکو څخه ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د لاسرسي، د خدماتو کیفیت او د درملو د شتون په برخه کې د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د پام وړ توپیرونه شتون لري. د موندنو پر بنسټ، کلیوال لوړ کیفیته روغتیایي خدماتو د لاسرسي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
کلیدي موندنې
- کلیو کې له سل سلنې ګډونوالو څخه ۳۴.۴۸ سلنه روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې دا شمېره په ښاري سیمو کې ۴۲.۱۶ سلنې ته رسیږي.
- ۷۵ سلنه ښاریانو ویلي چې سړکونه هوار او پاخه دي، داسې حال کې چې یوازې ۲۲.۳۹ سلنه د کلیو اوسېدونکي د ورته آسانتیا خبره کوي.
- ۷۷.۴ سلنه کلیوالو د روغتیايي خدماتو د ټیټ کیفیت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سروې موخې؛
ټولیزه موخه: روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي وضعیت څېړل او د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د شته توپیرونو پېژندل
ځانګړې موخې:
۱ـ روغتیايي مرکزونو ته د خلکو د لاسرسي کچه او څرنګوالی
۲ـ په روغتیايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونه
۳ـ درملو ته د لاسرسي وضعیت څېړل
۴ـ روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د خنډونو پېژندل
۵ـ د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د وضعیت پرتله
د ټولنې شمېرې او بېلګې
د ټولنې شمېرې: د ښاري او کلیوالي سیمو اوسېدونکي
- ګډونکوونکي: ۱۱۳۶ کسان
- ښاري سیمې: ۶۷۶ کسان
- کلیوالي سیمې: ۴۶۰ کسان
د مالوماتو راټولولو وسیله
پوښتنلیک کې ۱۰ اساسي پوښتنې شاملیږي چې په لاندې برخو کې دي
- روغتیايي مرکز ته د مراجعې تاریخچه
- د خدماتو ډول او ورته لاسرسی
- د ترلاسه کوونکو خدماتو کیفیت
- د درملو وضعیت
- د انتظار وخت او د ځای واټن
- د تګ راتګ شرایط
- د پوهاوي ورکولو فعالیتونه
د تجزیې او تحلیل تګلاره
- توصیفي شمېرې (ډېر و سلنه)
- د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د پرتلې تحلیل
موده؛ ۲۰۲۵ اپرېل ـ اګسټ ۵ میاشتې
د روغتیايي خدماتو تعریف: روغتیايي خدمات هغه ټولې کړنې، اسانتیاوې او مراقبتونه دي چې د خلکو د روغتیا د ساتنې، ښهوالي او بیارغونې لپاره وړاندې کېږي. دغو خدماتو کې د ناروغیو مخنیوی، تشخیص، درملنه، بیا توانمندۍ او ملاتړیز مراقبتونه شاملیږي. دغه خدمات په روغتیایي مرکزونو، درملتونونو، کلینیکونو، د مراقبت ټیمونو او د عمومي روغتیا پروګرامونو په چوکاټ کې وړاندې کېږي.
د مطالعې محدودیتونه
۱ـ د پېچلي موقعیت او وخت محدودیت په دلیل ځینو لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي محدودیت
۲ـ تاریخي جامع ډیټا ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې
۳ـ د ټولو ولسوالیو بشپړ پوښښ لپاره د سرچینو محدودیت
د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي څېړلو غورچاڼ
د راپور لنډ
سلاموطندار روغتیایي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي ارزونې لپاره د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ۱۱۳۶ کسانو ترمنځ سروې ترسره کړې.
د لسو بېلابېلو شاخصونو پر بنسټ د ښاري او کلیوالي اوسېدونکو تر منځ د روغتیایي خدماتو دغه سروې کې له ۱۰ مختلفو شاخصونو د راټول شویو مالوماتو پر بنسټ، د ښاریانو او کلیوالو ترمنځ د روغتیایي خدماتو د لاسرسي، کیفیت، رضایت او د کارونې ستونزې پرتله شوي.
د دغه راپور د پایلو پر اساس، د کلیوالو ترمنځ روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي منځنی حد ۳۴.۴۸ و د ښاریانو ترمنځ ۴۲.۱۶ سلنه دی. دا هېواد کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي ټيټه سطحه ښيي. سره له دې چې روغتیايي خدماتو ته د کليو اوسېدونکو لاسرسی کم دی، د امکاناتو کمښت، لارو لرېوالي او د خدماتو کیفیت له نظره هم ډېر زیانمن دي. کیفیت او لاسرسي کې دغه توپیر کولی شي کلیوالو سیمو کې جدي روغتیايي ستونزې رامنځ ته کړي او د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د روغتیا برخه کې نابرابري نوره هم ډېره کړي.
د سروې پایلې ښيي د ولایتونو مرکزونو ته په پرتله کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه ډېره کمه ده. د کلیو اوسېدونکي روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي لپاره ځینې وخت ان مجبوره دي یو ساعت تر یوې ورځې وخت ضایع کړي. خامه لارو په ټاکلي وخت په ځانګړې توګه بېړنیو مواردو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي پر وړاندې جدي خنډ رامنځ ته کوي. د دې ترڅنګ، کلیوال د درملو او لومړنیو امکاناتو له جدي کمښت سره مخ دي، داسې حال کې چې ښاري سیمو کې هم ناروغان مجبوره دي څه باندې یو ساعت د خدماتو ترلاسه کولو لپاره په تمه پاتې شي. دغه کار خپله د ظرفیت کمزورتیا، د کمزوري روغتیايي نظام او د خدماتو وړاندې کولو کې د موثره مدیریت نهشتون ښيي. دغو شرایطو خدماتو ته لاسرسي کې نابرابرۍ زیاته او د روغتیايي مراقبتونو کیفیت خراب کړی او لامل شوی چې د کلیو اوسېدونکي تر ډېره زیانمن شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په منظم ډول د پوهاوي ورکولو پروګرامونو نهشتون بل هغه موارد دی چې د کلیوالو او ښاریانو ترمنځ روغتیايي خدماتو ته لاسرسي کې یې نابرابرۍ رامنځ ته کړي. د کلیو او ښارونو اوسېدونکو دواړو ویلي چې څه باندې یو کال کیږي سیمو کې یې د پوهاوي ورکولو ټیمونه نهدي حاضر شوي. د اطلاع رسولې دغې تشې د ناروغیو لومړنیو مراقبتونو او د ناروغیو پېژندلو په اړه د خلکو د پوهاوي سطحه ټيټه ساتلې ده.
اخوا روغتیايي مرکزونو کې د تنوع نهشتون هم د لاسرسی ډول محدود کړی دی. کلیوالیو سیمو کې خلک یوازې په دولتي روغتیايي مرکزونو پورې تړلي دي او د خصوصي مرکزونو نهشتون په دلیل، له رقابتي غوراویو بېبرخې دي. دغه انحصار نه یوازې د خدماتو کیفیت کم کړی، بلکې شته مرکزونو کې یې د فعالیتونو ښهوالي لپاره د انګېزې کمېدو لامل هم شوی دی. په مقابل کې یې که څه هم ښارونو کې خصوصي روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی شته، خو لوړ لګښتونه او د اغېزناکه نظارت نه شتون خپله د ناروغانو لپاره جدي ننګونې رامنځ ته کړي دي. په ټوله کې په اغېزناکه توګه د پوهاوي ورکولو او د خدماتو وړاندې کولو په ډول کې د تنوع نهشتون د خدماتو کمزوري کېدو، د رضایت کچې کمېدو او د خلکو په ځانګړې توګه د کلیوالو د زیانمنېدو کچې زیاتېدو لامل شوی دی.
د جدول پر اساس د ډيټا تحلیل
د ځوابویونکو دموګرافیک مشخصات
بشپړ راپور
سلاموطندار روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسي د څېړنې په موخه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ۱۱۳۶ ښاري او کلیوالي سیمو اوسېدونکو ترمنځ سروې ترسره کړې.
د لسو بېلابېلو شاخصونو پر بنسټ د ښاري او کلیوالي اوسېدونکو تر منځ د روغتیایي خدماتو دغه سروې کې له ۱۰ مختلفو شاخصونو د راټول شویو مالوماتو پر بنسټ، د ښاریانو او کلیوالو ترمنځ د روغتیایي خدماتو د لاسرسي، کیفیت، رضایت او د کارونې ستونزې پرتله شوي.
پایلې ښيي چې که څه هم کلیو او ښارونو کې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کیږي، خو د خدماتو په کیفیت، درملو ته لاسرسی، او د دواړو ډلو ترمنځ د پوهاوي او ملاتړ په برخه کې اساسي توپیرونه شتون لري. دغه موندنې کلیوالي سیمو کې د زېربناوو په ښهوالي او د پوهاوي ورکولو سیستم په پیاوړتیا ټینګار کوي.
دغه سروې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ۱۱۳۶ کسانو ترمنځ شوې چې له دې ډلې ۶۰۴ یې (۵۳.۲٪) ښځې او ۵۳۲ هغه یې (۴۶.۸٪) سړي جوړوي.

د دې سروې تر ټولو ډېره برخه ځواب ویونکي د ۲۰-۲۵ کلونو ترمنځ عمر لري چې شمېر یې ۴۴۲ او سلنه یې (۳۸.۸٪) کیږي. وروسته د ۲۵ـ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لري او سلنه یې (۱۳.۹٪) کیږي. ورپسې ۱۵-۲۰ کلونو ترمنځ عمرې لري چې شمېر یې ۱۷۱ او سلنه یې (۱۵.۳٪)، بیا ۳۰-۳۵ کلونو عمر لرونکي دي چې شمېر یې ۱۵۸ او سلنه یې (۱۳.۹٪) کیږي. همدارنګه د ۳۵-۴۰ یا له دې پورته عمر لرونکي ۱۰۱ دي چې سلنه یې (۸.۸٪) کیږي. دغه شمېرې ښيي چې ځوانان تر نورو ډېر روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهلري.

په دغه راپور کې د ګډونوالو د ژوند ډول هم څېړل شوی. د راپور له مخې، ۶۷۶ کسان چې ۵۹.۵ سلنه جوړوي، ښاري اوسېدونکي دي او ۴۶۰ کسان چې ۴۰.۵ سلنه جوړوي، کلیوال ګډونوال دي چې په دې نظرپوښتنه کې یې برخه اخیستې ده.

په دې سروې کې د ۳۲ ولایتونو اوسېدونکو برخه اخیستې. تر ټولو ډېر ګډونوال له هرات څخه دي (۱۲۸ کسان په ۱۱.۳٪) سره، ورپسې له بلخ څخه دي (۱۱۰ کسان په ۹.۷٪) سره، تر هغې وروسته غور څخه دي (۱۰۴ کسان په ۹.۲٪) سره، بیا د تخار اوسېدونکي دي (۸۷ کسان په ۷.۷٪) سره او بادغیس (۷۳ کسان په ۶.۴٪) سره. تر ټولو لږ ګډونوال بیا له سرپل، ارزګان او پکتیکا ولایتونو څخه دي چې هر یو یې یو-یو ګډونوال درلود او یوازې ۰.۱٪ جوړوي.

د دې سروې د ګډونوالو د ځوابونو پر بنسټ، د کلیو اوسېدونکو لپاره روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي منځنی حد ۳۴.۴۸ سلنه او د ښارونو اوسېدونکو لپاره ۴۲.۱۶ سلنه ښودل شوی دی.

تېره میاشت کې کلیو او ښارونو کې روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې کچې د پام وړ ده. په ښاري سیمو کې ۴۳.۹ سلنه او په کلیوالو سیمو کې ۴۵.۳ سلنه ځواب ویونکو له تېرې یوې اونۍ تر یوې میاشتې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې.
همداراز، د ښاري سیمو ۳۰.۹ سلنه او د کلیوالي سیمو ۳۵.۴ سلنه اوسېدونکو له تېرو دوو میاشتو تر شپږو میاشتو پورې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې.
په مقابل کې، هغو کسانو چې له یو کال څخه زیات وخت یې له وروستۍ مراجعه تېر شوی، په ښاري سیمو کې ۱۷.۲ سلنه او په کلیوالو سیمو کې ۸.۹ سلنه ثبت شوي چې ښيي د کلیوالي سیمو په پرتله ښاري سیمو کې روغتیایي مرکزونو منظمه مراجعه کمه ده.

د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه هم توپیر کوي. د دې سروې د موندنو پر اساس، په ښارونو کې ۶۴.۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی دواړه ډوله روغتیایي خدماتو (خصوصي او دولتي) ته لاسرسی لري، حال داچې دا شمېر په کلیوالو سیمو کې ۵۳.۲ سلنه دی.
په کلیوالو سیمو کې دولتي وړیا خدمات د ۳۱.۹ سلنې له امله ډېر اهمیت لري، په داسې حال کې چې یوازې ۱۱.۴ سلنه ښاریان ورته مراجعه کوي.
برعکس، ښارونو کې ۲۳.۶ سلنه خلک له خصوصي روغتیايي خدماتو ګټه اخلي او کلیو کې ۱۴.۸ سلنه کسان ترې استفاده کوي.

د ګډونوالو په وروستۍ مراجعه کې د وړاندې شویو روغتیایي خدماتو کیفیت هم ارزول شوی. ۲۵ سلنه ښاري ګډونوالو او ۱۹.۱ سلنه کلیوالو د خدماتو کیفیت “ښه” بللی. ډېری ګډونوال، یعني ۵۰.۳ سلنه د ښار اوسېدونکي او ۴۳.۷ سلنه د کلیو اوسېدونکي، د خدماتو کیفیت “منځنی” ارزولی. په کلیو کې ۳۳.۷ سلنه ګډونوالو او ښارونو کې ۲۰.۹ سلنه ګډونوالو د خدماتو کیفیت کمزوری بللی دی. د هغو کسانو سلنه چې ویلي یې دي اصلا خدمات نه دي وړاندې شوې، کلیو او ښارونو دواړو کې له ۴ سلنې کم دي.

روغتیایي مرکزونو ته د ورتلو پر مهال درملو ته د لاسرسي کچه کې هم توپير لیدل کیږي. ښاري سیمو کې ۳۳.۹ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې درمل ورته په کافي اندازه موجود وو، خو په کلیوالو سیمو کې دا شمېره یوازې ۱۲.۶ سلنه ده.
په دواړو سیمو کې «درمل ته تر یوې اندازې لاسرسي ممکن دی» چې تر ټولو لوړه کچه په ښاري سیمو کې ۴۵.۴ سلنه او په کلیوالو سیمو کې ۵۱.۷ سلنه ښيي.
د درملو نهشتون په تړاو کلیو کې ۱۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې هېڅ درملو ته لاسرسی نهلري او ښارونو کې بیا ۳.۱ سلنه ګډونوالو ویلي چې درملو ته لاسرسی نهلري.

روغتیایي مرکزونو کې د انتظار مودې په اړه معلومات ښيي چې ۶۸.۵ سلنه ښاري مراجعه کونکو له یو تر دوو ساعتونو پورې انتظار کړی، په داسې حال کې چې په کلیو کې ۴۵.۴ سلنه مراجعه کوونکو یوازې له نیم ساعت تر یو ساعت پورې انتظار کړی. د انتظار اوږده موده (له دوو ساعتونو تر یوې ورځې) په دواړو سیمو کې لږه راپور شوې، خو په کلیو کې دغه موده لږ څه زیاته ښودل شوې ده.

روغتیایي مرکزونو د تګ راتګ لارې هم توپير لري. په ښاري سیمو کې اکثریت (۵۴.۷ سلنه) له موټر څخه استفاده کوي، خو په کلیوالو سیمو کې ډېری خلک (۴۰.۸ سلنه) روغتیايي مرکزونو ته پیاده ځي. په کلیوالو سیمو کې د موټرسایکل او بایسکل کارول (۲۲.۶ سلنه) د ښاري سیمو په پرتله (۱۰.۸ سلنه) دوه چنده زیات دي او په دواړو سیمو کې لږ شمېر خلک له حیواناتو ګټه اخلي.

د کلیو په پرتله ښارونو کې روغتیایي مرکزونو ته د تلو لارې وضعیت ډېر ښه ارزول شوی. ۷۵ سلنه ښاري اوسېدونکو ویلي چې د دوی لار هواره او پخه ده، په داسې حال کې چې یوازې ۲۲.۳۹ سلنه کلیوال اسانه او قیر شوې لار لري. ۵۸.۹ سلنه د کلیو ګډونوال ویلي چې د دوی لاره خامه او ناهمواره ده او ۱۸.۷ سلنه نورو دا لاره “نهتېرېدونکې” او له هر ډول آسانتیاوو بېبرخې ګڼلې ده.

تر روغتیایي مرکزونو پورې واټن ته په کتو، ډېری ښاري اوسېدونکي (۵۵ سلنه) وایي چې له مرکز سره یې فاصله له ۱۵ دقیقو تر نیم ساعت پورې ده، خو په کلیو کې دا شمېر یوازې ۳۲.۱۷ سلنه دی. په کلیوالو سیمو کې تر ټولو لویه ډله (۴۴.۶ سلنه) وایي چې روغتیایي مرکز ته د رسېدو لپاره له نیم ساعت تر یوه ساعت پورې مزل کوي. همداراز، ۱۹.۱ سلنه کلیوال وایي چې تر یوه ساعت ډېر وخت نیسي، ترڅو روغتیايي مرکز ته ورسېږي، په داسې حال کې چې یوازې ۷.۱ سلنه ښاريان دومره اوږد واټن لري.

د روغتیایي پوهاوي ټیمونو د حضور په اړه ډېری کلیوالو ګډونوالو (۳۹.۹ سلنه) ویلي چې د پوهاوي ورکولو له ټیم سره یې چې وروستی ځل لیدلي، تر یو کال څخه زیاته موده کیږي. دا شمېر په ښارونو کې ۳۳.۷ سلنه دی. همداراز، یوازې ۳۰.۶ سلنه کلیوالو ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د پوهاوي ټیم یې سیمې ته راغلی چې دا د کلیوالو سیمو لپاره د روغتیایي پوهاوي د خدماتو په برخه کې د نسبي کمکاري نښه ده.

په پای کې، د ښارونو او کلیو اوسېدونکو ترمنځ په منظم ډول روغتیايي معايناتو د ارزښت ورکولو کچه هم د پاملرنې وړ ده. ۵۱ سلنه ښاري ګډونوالو ویلي چې خپل صحت ته «ډېر زيات» اهمیت ورکوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په کلیوالو کې ۴۳.۲ سلنه دی. هغه کسان چې ویلي یې دي اصلاً روغتیایي معايناتو ته پام نه کوي، په کلیو کې ۶.۳ سلنه دي، حال دا چې په ښارونو کې دا کچه یوازې ۱.۱ سلنه ده. دا څرګندوي چې په کلیوالو سیمو کې د وقایوي روغتیایي خدماتو د پوهاوي او لاسرسي کچې لوړولو ته جدي اړتیا ده.

د پام وړ موضوعات
-
د کیفیت ارزونه:
له ۸۰ سلنه ډېرو کلیوالو او ۷۵ سلنه ښاري ګډونوالو، روغتیایي خدمات “کمزوري” یا “له منځني حد ټیټ” بللي دي.
- جغرافیایي محدودیت: شاوخوا ۷۸ سلنه کلیوال اوسېدونکي وایي چې روغتیایي مرکز ته د رسېدو لپاره له یوه ساعته تر یو ورځ پورې وخت ته اړتیا لري. خامه، ناهمواره، او ځینې وختونه نهتېرېدونکې لارې د بیړنیو روغتیایي خدماتو لپاره جدي خنډ ګڼل کېږي.
- د درملو کمښت: ۸۷ سلنه کلیوال د درملو له کمښت سره مخ دي او ۱۰ سلنه یې په بشپړه توګه له درملو بېبرخې دي.
- ګڼهګوڼه او اوږد انتظار: ۶۸ سلنه ښاري ناروغان وايي چې د خدماتو لپاره له یوه ساعته ډېر وخت انتظار باسي چې دا د ظرفیت کمزورتیا ښيي.
- د پوهاوي پروګرامونو نشتوالی:
- شاوخوا ۴۰ سلنه کلیوالو ویلي چې له یوه کال زیات وخت تېر شوی چې د پوهاوي هیڅ روغتیايي ټیم یې سیمې ته نه دی ورغلی.
- د خدماتو د تنوع نهشتون او په دولتي مرکزونو پورې تړلي پاتې کېدل:
- ۳۱.۹ سلنه کلیوال یوازې په دولتي روغتیایي مرکزونو پورې تړلي دي او له شخصي بدیلو انتخابونو بېبرخې دي. دا حالت د خدماتو کیفیت، رقابت او انتخابونو ته زیان رسوي.
- د صحت ارزښت ته ټيټه پاملرنه:
- ۵۶.۸٪ کلیوالو ځواب ورکوونکي خپلې روغتیا ته اړینه توجه نه لري او ۶.۳٪ نور هېڅ ډول د مخنیوي وړ مراقبت نه ترسره کوي.
مهم وړاندیزونه
- په لرې پرتو سیمو کې د محلي روغتیایي مرکزونو جوړول
- د درملو د وېش جوړښت اصلاح کول
- د کلیوالو د تګ راتګ لپاره د لارې اسانتیاوو برابرول
- د روغتیایي پوهاوي پروګرامونو بیا پیل او پراختیا
- د خصوصي خدماتو د لاسرسي زیاتولو لپاره د محلي پانګونې هڅونه
دا اقدامات به د روغتیایي خدمتونو د کیفیت او لاسرسي په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي او د کلیوالو او ښاري سیمو د خلکو ژوند ښه کوي
پایله
د افغانستان د روغتیایي نظام اوسنی وضعیت ډېر اندېښمنونکی دی او بیړنۍ ارزونې او بنسټیزې بیاکتنې ته اړتیا لري. په دې ننګونو کې د ځنډ له امله به جدي انساني او ټولنیزې ستونزې رامنځته شي.
د بنسټیزو زیربناوو د ښهوالي، د سرچینو د تأمین، د عامه پوهاوي د زیاتوالي او د خدماتو پراختیا لپاره د یوې هراړخیزې او ستراتیژیکې تګلارې غوره کول اړین دي.


