د بدخشان د ارګو ولسوالي اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو د لوړ لګښت او د دولتي روغتون د کمزوري خدمتونو په اړه شکایتونه لري.
د دې ولسوالي یو اوسېدونکی، احمدنوید وایي چې د ولسوالي دولتي روغتون اړین او باکیفیته خدمات نه وړاندې کوي چې له امله یې ناروغان اړ کېږي خصوصي کلینیکونو ته ورشي، خو په وینا یې، هلته هم د خدماتو لګښتونه په وروستیو میاشتو کې لوړ شوي او ډېری ناروغان یې نهشي ورکولی.
احمد نوید وایي: «پخصوصي کلینیکونو ته چې موږ ورځوو، خو هغوی هرڅه د خپلې خوښې په نرخ کړي؛ خلک خصوصي روغتونونو ته نه شي تللی، ځکه چې فیسونه ډېر لوړ دي.» نوموړی زیاتوي چې ناروغانو سره په خصوصي مرکزونو کې چلند د درملو خرڅلاو په څېر دی، نه د ریښتیني درملنې په څیر.
د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکیعبدالجمیل د روغتیايي خدماتو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وایي چې د ډاکټر لیدنې فیس، د وینې ازموینه او د درملو بیې نسبت تیرکال ته ډېر لوړ شوي دي. هغه وايي چې ډېرې کورنۍ د مالي ستونزو له امله نشي کولای، دا لګښتونه پوره کړي. عبدالجمیل زیاتوي: «که دولتي کلینیک ته ورشو، یوازې د زکام یا سردرد درمل راکوي، د جدي ناروغۍ درملنه هلته نه شي کېدای.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ارګو ولسوالي د دولتي روغتیايي مرکز د خدماتو محدودیت اوسېدونکي اړ کړي چې خصوصي کلینیکونو ته لاړ شي، خو د دې مرکزونو لوړ فیسونه د خلکو لپاره لویه ستونزه ده. عبدالجمیل وايي: «هلته هم که ناروغ مړ شي، موږ یې درملنه نهشو کولی؛ ځکه په یوه نسخه کې درې سوه افغانی اخلي، خو دوه قلمه درمل له زرو څخه تر پنځلس سوه افغانیو پورې کېږي.»
په ورته مهال د ارګو یو بل اوسېدونکی وحید هم د خصوصي کلینیکونو د لوړ فیسونو له امله ستونزې لري: «ډاکټران دومره ګرانې نسخه لیکي چې حتی اووه یا اته زره افغانیو دواګانې کېږي، دا خلک نه شي زغملی، ځکه زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی.»
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسؤل محفوظالله سلطاني، د ارګو ولسوالي د اوسېدونکو د شکایتونو په اړه وایي چې ټول روغتیايي مرکزونه په منظمه توګه څارل کېږي او هر خصوصي مرکز چې بې له اجازې فیسونه لوړ کړي، د فعالیت اجازه به ورنهکړل شي.
هغه وویل: «د متخصص ډاکټر فیس ۲۰۰ افغانی ټاکل شوی، عام معالج ډاکټر باید ۱۵۰ افغانی واخلي او د پانسمان او د پیچکاري فیس له ۲۰ څخه تر ۵۰ افغانیو پورې دی.»
د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو د لوړو لګښتونو له امله د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېری کورنۍ د ناروغۍ پرمهال یا له درملنې ډډه کوي او یا هم د دولتي مرکزونو د محدودو امکاناتو له امله راضي کېږي.


