د لوګر پوهنې مسوولان وایي چې ولسي وګړو او پانګوالو د ښوونځيو د بیارغونې په موخه له پوهنې ریاست سره د ۷ میلیونه افغانیو مرسته کړې ده.

 د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پورعرب سلام‌وطندار ته وویل چې دغه مرسته باندې یوشمیر ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او همدارنګه ۱۴ښوونځيو ۲۰زره زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو سېستمونه جوړ شوې دي.

عرب زیاته کړه، د پخوا په پرتله د ولسي وګړو او پانګوالو له لوري د پوهنې بهیر د لاپياوړتیا په موخه له پوهنې ریاست سره ولسي مرستې زیاتې شوي دي.

هغه همدارنګه د لوګر په پانګوالو او شمتنو خلکو غږ وکړ چې د لوګر ولایت د پوهنې بهیر د پرمختګ لپاره خپلې ولسي مرستې جارې وساتي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د پخوا په پرتله پوهنې ریاست سره د ولس مرسته زیاته شوې ده، خو ټینګار کوي چې په یاده مرسته د پوهنې بهیر د پام وړ پرمختګ نشي کولای.

 او پوهنې وزارت ته پکار ده چې د نړیوالو مرستندویانو په ملاتړ د لوګر ولایت د ښوونځيو بیارغاونه او هغه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي چې زده کوونکي یې اوس مهال له پراخو ستونزو سره سره په ازاد فضا کې په لیک لوست بوخت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام