د میدانوردګ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت برښنا ریاست له لوري په مرکز میدانښار کې زر کېلو واټه په ظرفیت یو ټرانسفرمر د شاوخوا لس میلیونه افغانۍ په لګښت ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد ټرانسفرمر پرانېستې ته د میدانوردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، له دغه ټرانسفرمر څخه به میدانښار کې ۱۰۰۰ کورنیو ته برښنا وغځول شي.
هغه وویل، د میدانوردګ برښنا اداره هڅه کوي چې ټولو ولسوالیو ته وارېداتي برښنا وغځول شي او خلک له برښنا په سمه توګه ګټه واخلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
والي معاذ له ولسونو وغوښتل چې د بیارغونې په برخه کې د دولت ملاتړ وکړي.
بلخوا د میدانوردګ اوسېدونکې هم خوښ دي چې میدانښار کې زر کېلو واټه ټرانسفرمر پرانېستل شو، خو ټينګار کوي چې ددغه ولایت ولسوالیو ته دې هم برېښنا وغځول شي.


