Asset 1SWN

یونېسف: افغانستان کې ماشوم ته د مور شیدو ورکولو کچه ۶۳سلنه ده

f55be4d9-cd5f-426d-bd38-c4f0c93debb9_16x9_1200x676

د روانې میلادي میاشتې (اګست) لومړۍ اوونۍ د مور له شیدو د تغذیې نړیوالې اوونۍ سره برابره ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبه، زمر ۱۳مه) دا اوونۍ د «پایښت‌لرونکي ملاتړ د سېسټمونو رامنځته کول» تر نړیوال شعار لاندې، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) چارواکي وایي، د روان میلادي کال په اوږدو کې په افغانستان کې د انحصاري شیدو ورکولو کچه ۶۳.۳سلنې ته رسېدلې چې دا د نړیوال هدف په پرتله ۱۳سلنه لوړوالی ښيي.

د یونېسف د تغذیې مسوول، امیرحسین یارپرور وایي، له دې پرمختګ سره سره لا هم د ځینو کورنیو له لوري ناغېړۍ، د دې لامل شوې چې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه پاتې شي. د ده په وینا، دامهال شاوخوا ۳.۴ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له ناوړه تغذیې سره مخ دي.

هغه زیاتوي: «د شیدو ورکولو اوسنۍ کچه ۶۳.۳سلنه ده چې دا د ۲۰۲۵کال لپاره له ټاکل شوې نړیوالې اندازې ۱۳سلنه زیاته ده. دا یومهم پرمختګ دی. د معلوماتي سېسټم د شمېرو له مخې، له ۲۸زره څخه زیات ماشومان چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، بستر شوي چې ۳۰سلنه یې د شپږو میاشتو څخه کم عمر لري. د مور شیدو له لارې دا شمېرې راټیټېدای شي.»

هغه همداراز وایي، خوارځواکۍ سره مخ ۸۰ سلنه ماشومان تر ۲ کلنۍ کم عمر لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د عامې روغتیا وزارت د عامې تغذیې ریاست رییس، حکمت‌الله معصومي وایي، تېرکال یې له دوه میلیونو څخه زیات تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان چې له شدیدې او متوسطه خوارځواکۍ سره مخ وو، درملنه کړې او همداراز شاوخوا ۹۰۰زره میندې چې له حاد خوارځواکۍ کړېدې، هم درملنه شوې ده.

ده وویل: «د تېرکال په اوږدو کې د مهاجرو له راتګ سره، موږ دوه میلیونه ماشومانو ته او څلور میلیونه میندو ته خدمات وړاندې کړي. د مور شیدې خورا مهمې دي، نو موږ د ټول هېواد په کچه، مشورتي مرکزونه ځانګړي کړي، څو میندې د دې اهمیت په اړه خبرې کړو.»

د عامې روغتیا وزارت د خدماتو مرستیال، عبدالولي حقاني، ډاډ ورکړی چې دا وزارت ژمن دی، څو د مور په شیدو د ماشوم تغذیه دود کړي. نوموړی وایي، ټول روغتیايي مرکزونه مکلف دي چې کورنیو ته د مور د شیدو پر ارزښت عامه پوهاوی وکړي.

نوموړي وویل: «تېرکال مو هڅه وکړه چې د افغانستان په هر ګوټ، حتی لرې‌پرتو سیمو کې، دا پیغام د مسجدونو او روغتیايي مرکزونو له لارې خلکو ته ورسوو. زموږ له ټولو روغتیايي مرکزونو غوښتنه دا ده چې د مور د شیدو د اهمیت په اړه پوهاوی ورکړي.»

د روغتیا متخصصین وایي، د مور شیدې کولای شي، تر ۵۰سلنې پورې ماشومان له ناروغیو او مکروبونو وژغوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام