اسلاماباد کې د خوړو ادارې مسوولان وايي چې یاد ښار ته نږدې په یوې سیمه کې یې، د خرو یو مسلخ کشف کړی چې د خرو ۱۰۰۰ کیلوګرامه غوښه پهکې بستهبندي او بازار ته لېږدول کېده.
د یادې ادارې ویاند زیاتوي چې په دې مسلخ کې ۵۰ خره او په زیاته اندازه غوښه هم ترلاسه شوې ده.
د پاکستان جیونیوز رسنۍ راپور ورکړی چې د یاد مسلخ ډېره غوښه له هېواده بهر صادرېده. په راپور کې راغلي چې سیمه کې یو بهرنی وګړی هم نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.
پاکستان کې د خرو شمېر له ډېرېدو سره هممهاله، چین د یاد حېوان د غوښې تر ټولو ښه بازار دی. چین د خره غوښه په خوړو او پوست یې، په یو ډول دودیزو درملو کې کاروي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رویټرز خبري اژانس تېرکال د څارویو د هوساینې ډلو او وترنري متخصصینو په حواله یوه راپور کې ویلي چې د ای-جیاو لپاره د چین غوښتنه هرکال په ټوله نړۍ کې د میلیونونو خرو د لهمنځه تلو لامل کیږي.
د راپورونو له مخې، د ای-جیاو صنعت په کال کې د خرو شاوخوا ۵.۹ ملیون پوستکي ته اړتیا لري چې د فبروري په میاشت کې د ډوني سینکوري لهخوا خپور شوي راپور له مخې چې د څارویو هوساینې ته کار کوي، د نړۍ پر نفوس بېساری فشار راوړی دی.
د حکومت لخوا ملاتړ شوي چاینا ډیلي ورځپاڼې په وینا، ای-جیاو په شمالي شانډونګ ولایت کې ۳۰۰۰کلن تاریخ لري. دا ولایت د چین د ای-جیاو تولید شاوخوا ۹۰سلنه برخه جوړوي.


