Asset 1SWN

کندهار کې پاکستان ته د ۲۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

پسونو قاچاق مخه نیول کندهار

د کندهار مسوولان وايي، سپین‌بولدک ولسوالي کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستان ته د قاچاق کېدونکو ۲۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، یوشمېر کسانو غوښتل دغه پسونه په غیرقانوني او قاچاقي ډول پاکستان ته ولېږدوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل چې په دې تړاو یوشمېر کسان هم کسان هم نیول شوي چې د څېړنو په موخه اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د کندهار محلي مسوولان ټینګار کوي چې د قاچاقي لارو د بندېدو، د څارویو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي او د حیواني محصولاتو د کیفیت کنټرول لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي.

د یادونې ده چې د کندهار مسوولانو تر دې وړاندې هم څو ځله پاکستان ته د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام