د کانونو او پترولیم وزارت مسوولانو نن «پنجشنبه، زمري دویمه» د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، یاد وزارت تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د کانونو ۳۷۸ سیمې تثبیت کړي دي.

د کانونو او پترولیم وزارت د مالي او اداري برخې مرستیال حسا‌م‌الدین صابري وویل، دغه وزارت دې وروستي یوه کال کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره په ستر مقیاس د ۱۰ کانونو قرارداد لاسلیک کړی چې دغو کانونو کې د پانګونې کچه څه باندې ۵ میلیارد افغانیو ته رسیږي.

«شرکتونو ته د پروسس ۴۸ جوازونه ورکړل شوي، د یتیم‌تاق سیمه کې د ۷ څاګانې کیندل او فعاله شوي چې هره یوه یې ورځ کې د ۱۰۰ متر مکعب ګازو ظرفیت لري.»

ښاغلی صابري زیاتوي چې افغانستان دامهال د مالګې د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او هېواد دننه کې د شرکتونو له لوري د کال ۳۴۴ زره ټنه مالګه پروسس کیږي، داسې حال کې چې مالګې ته کلنۍ اړتیا ۳۰۰ زره ټنه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کانونو او پترولیم وزارت د دفتر عمومي رییس معراج محمد معراج وویل: «اوس د یاد وزارت ډېری قراردادونه اکتشافي پړاو کې دي چې نږدې راتلونکې کې به بشپړ او ډېری هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.

د جوزجان یتیم‌تاق سیمه کې د ۷ څاګانو کیندل او فعالول، تخار او بدخشان ولایتونو کې د زرو غیرقانوني فعالیتونو مخه نیول او د شبرغان ـ مزارشریف د ګازو لېږد پروژې بشپړول د کانونو او پترولیم وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

ورته وخت کې د دغه وزارت ویاند همایون افغان وویل، تېر کال د ازادې او شفافې داوطلبۍ له لارې د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشېر ۸۰ زره قیراط زمرُد په کورنیو سوداګرو پلورل شوي چې د اسلامي امارت ونډه په کې ۱۰ سلنه ده.

او می‌افزاید: «د پنجشېر پریان ولسوالي کې په لومړي وار د زمردو د کان نښې موندل شوي چې د سروې لپاره مو ټیمونه استولي او له سروې وروسته به اجازه لیګ ولېږدول شي.»

د یادونې ده چې د کانونو کیندل د اسلامي امارت لپاره د عاید تر ټولو مهمه سرچینه بلل کیږي او د کانونو او پترولیم وزارت تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره په ستر مقیاس د ۲۸ کانونو او په کوچني مقیاس د ۱۷۵ کانونو قراردادونه لاسلیک کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام