پرلپسې او سختې وچکالۍ او د «کفشک» په نوم افت سږ کال بادغیس کې کروندګرو مېرمنو ته په زیاته اندازه زیانونه اړولي.

هغه مېرمنې چې هره ورځ به یې له یوې نړۍ هیلو سره په ځمکو کې کار کاوه، اوس خالي لاس کورونو ته ورګرځي.

یو شمېر ښځینه بزګرانې وايي، هغه ځمکې چې پخوا یې د کورنۍ لپاره ترې د ژوند اړتیاوې برابرولې، اوس د وچکالۍ او سوځنده لمر له امله وچې شوې او بې حاصله دي چې دوی یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

۴۵ کلنه صابره چې له څو کلونو راهیسې په خپلو کرنیزو ځمکو کې زحمت وباسي، له سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي:

«موږ له شپږو یا اوو کلونو راهیسې کرنه کې کار کوو. سږ کال موږ زیره او نخود وکرل، خو هیڅ مو ترلاسه نه کړل. موږ له څلورو یا پنځو میاشتو څخه زیات د زیرې حاصل نه دی ترلاسه کړی، د غنمو لپاره هم همداسې ده. افت ولګېده، هرڅه یې له منځه یوړل. وچکالۍ او د کفشک په نوم حشرې موږ ته هیڅ پرې نهښودل. د اوس لپاره موږ په یوه کرایه کور کې ژوند کوو. موږ هیڅ اسانتیاوې نلرو او ترټولو مهمه دا چې موږ اوبه نه لرو. که مرسته ونه شي، موږ به غنم هم ونه‌لرو، موږ به وږي پاتې شو.»

همدا از ۵۰ کلنه راضیه چې لاسونه یې تېز لمر سوځولي او په سخت وضیعت کې په کروندو کې په کار کولو بوخته ده وایي:

«موږ له اوو یا اتو کلونو راهیسې کرنه کې کار کوو. سږ کال ټوله زیره، نخود او غنم خراب شول. له لسو یا پنځلسو منو څخه، موږ شاید پنځه یا شپږ منه حاصلات راټول کړی وي چې یوازې تخمونه یې جوړ کړل. وچکالۍ هرڅه واخیستل. موږ باید پور واخلو، هیڅ نه لرو، موږ یوازې په سختۍ سره د ژوند اړتیاوې پوره کوو. موږ اوړه واخیستل، موږ سره هیڅ مرسته نه ده شوې. مرسته موږ غریبانو ته نه رسیږي. موږ دستکشې نه لرو، موږ کلینیک نه لرو. لاسونه مو سوځي، ځان او ملا مو درد کوي. د کورنۍ غړي مو ۸ کسان دي. یو معیوب دی. له خاوند سره مې کرنه کې مرسته کوم.»

له بلې خوا د دلا په نوم مېرمن چې لا هم خپلو حاصلاتو او ځمکو ته هیله منده ده، خپله کیسه داسې بیانوي: «سږ کال باران نه و، کرنې مو هم چندان حاصل ور نه کړ. وچکالۍ هم ټول فصلونه اغیزمن کړل. زموږ اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری شوی. ممکن یو یا دوه منه حاصلات یې ورکړی وي. تېر کال ښه و. زموږ ټول فصلونه وچ دي، هیله‌مند یو چې باران وشي. موږ اوبه نه لرو. تر اوسه موږ سره هیڅ مرسته نه ده شوې.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه ښځې له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د کرنې وسایل، د اوبو رسونې امکانات او په هغو وختونو کې چې دسترخوانونه یې خالي وي، د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته ورسره وکړي.

له دې سره هم‌مهاله، د بادغیس د لوړو زده‌کړو مؤسسې  د کرنې پوهنځي رئیس پوهنیار معظم حقمل ټینګار کوي چې سږنۍ وچکالي به ددې ولایت پر کرنیز سکټور ژوې اغېزې ولري.

هغه وویل: «سږ کال وچکالۍ د بادغیس کرنې ته د پام وړ زیان رسولی او زموږ د حاصلاتو په تولید کې د پام وړ کمښت راغلی. ښځینه بزګرانې هم مستثنا نه‌دي. د دوی حاصلات نږدې سل سلنه کم شوي او دوی د ژوند له ستونزو سره مخ شوي. هغه فصلونه چې په باران او واورې پورې تړلي وو د باران د نشتوالي او د آفتونو له امله، له منځه تللي دي. مسؤلې ادارې باید د خوراکي توکو د مرستې په ویشلو، لنډمهاله اوبو لګولو، د وچکالۍ په وړاندې د مقاومت لرونکو کښتونو په روزنې، د آفتونو په کنټرول او مالي سرچینو چمتو کولو سرهو د دې ښځو ملاتړ وکړي، ترڅو دوی بیرته هیله‌مندې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس شاوخوا ۸۰ سلنه خلک پر کرنه بوخت دي.

یو شمېر بزګران وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې له خپلو کروندو هېڅ حاصل نه دی اخیستی چې له امله یې فقر، پورونه او ناهیلي په ځانګړې توګه د ښځینه بزګرانو ترمنځ زیاته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام