Asset 1SWN

سلام وطندار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت قطر ته د کارګرانو پر لېږد هوکړه کړې

افغان کارګران

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې په لومړي ځل قطر ته د افغان کارګرانو د لېږد په تړاو هوکړه وشوه.

دغه وزارت نن (دوشنبه، سرطان ۳۰) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوامداره هڅو په پایله کې په لومړي ځل د قطر هېواد له مختلط دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو د لېږد په تړاو هوکړه وشوه چې له مخې یې د اوس لپاره افغان کارګرانو ته ۷۰۰ کاري فرصتونه ځانګړي شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پرمختګ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د قطر هېواد د دولتي مسوولانو ترمنځ د تخنیکي همغږیو، ناستو او هوکړو له مخې شوی، موخه یې په قانوني، خوندي او باعزته توګه له هېواده بهر د افغان کارګرانو لېږد او په راتلونکې کې د هغو له حقوقو ملاتړ دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې: «په شرایطو برابرو هېوادوالو ته څرګندوو چې د نوملیکنې او ثبت بهیر به د دې وزارت اړوند له هېواده بهر د کارګرو د اعزام ریاست تر نظارت لاندې او د کارموندنې خصوصي شرکتونو له لوري په قانوني او باوري ډول پیل شي چې د نوملیکنې څرنګوالی، شرایط او ځانګړي مرکزونه به وروسته اعلان او په ډاګه شي.»

دغه وزارت هېوادوالو ته سپارښتنه کړې چې د پروسې له پیل وروسته خپلې ځانګړتیاوې یوازې له رسمي، باوري او منظور شویو مرکزونو سره ثبت او  له غیر مسوولو اشخاصو، جعلي شرکتونو یا نامعلومو مراجعو سره د نوم‌لیکنې څخه ډډه وکړي، ترڅو د هر ډول ناوړې ګټې اخیستنې مخنیوی وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام