د کابل یوشمېر اوسېدونکي پلازمینه کې د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت کوي او سلاموطندار سره خبرو کې وايي، ورځ کې تر ۱۲ ساعته پورې برښنا ته لاسرسی نه لري.
د کابل اوسېدونکي د برښنا شرکت له مسوولانو غواړي چې د اړتیا وړ برښنا یې تامین کړي.
د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکي عمر وویل، یوه شپه او ورځ کې یوازې له پنځو تر ۷ ساعتونو پورې برښنا لري.
«یانې یوه شپه او ورځ کې ۱۲ ساعته برښنا نهلرو. ډېری وخت په یوه شپه او ورځ کې یوازې له پنځو تر اوو ساعتونو پورې برښنا لرو. هوا ګرمه ده او له پکي پرته ګوزاره سخته ده.»
د کابل «تهیهمسکن» سیمه کې دوکاندار الیاس وویل، د برښنا نهشتون په دلیل یې یخچال دننه کې میوې او سبزۍ خرابې شوي دي.
«برښنا زیاتره وخت نه وي، ټوله ورځ کې دوه درې ساعته راشي. د یخچال داخل کې سبزي او میوه خرابه شوې. مونږ غواړو چې کم له کمه خو په ورځ کې ۱۲ ساعته برښنا ولرو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدا ډول د کابل د دارالامان سیمې اوسېدونکي نجیب له برښنا شرکته وغوښتل چې د خلکو د اړتیا وړ برښنا تامین کړي.
ورته وخت کې د افغانستان برښڼا شرکت مسوولان وايي، دامهال د برښنا د پرچاوۍ کچه له ۵۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته راکمه شوې ده.
د برښنا شرکت د انجینیرۍ او تخنیکي مطالعاتو مرستیال محمد ناصر احمدي وویل، پلازمینه کابل کې د برښنا پرچاوۍ کمولو لپاره یې پر یو لړ پلانونو کار کړی دی.
«اوړي کې هم برښنا ته د اړتیا کچه لوړیږي او مونږ یې د مهارولو لپاره حرارتي دستګاه فعاله کړې ده. پخوا ۵ ساعته چلانه وه اوس ۱۰ ساعته چالانه وي. دا لنډمهاله اقدامات دي. که حرارتي دستګاه فعاله نه شي، پرچاوي تر ۵۰ سلنې رسیږي.»
د یادونې ده چې هر کال د اوړي او ژمي پر مهال په پلازمېنې کابل او ځینو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي هم زیاتېږي او هېوادوال د خپلو کورونو سړولو او تودولو برخه کې له ستونزو سره مخامخېږي.



