Asset 1SWN

سلام وطندار

خامنه‌يي: اسلامي جمهوریت امریکا ته سخته څپېړه ورکړه

CLEAN-Ayatollah-Ali-Khamenei_AP-Images_featuredImage_Sun-Jul-06-2025

د ایران مذهبي مشر سیدعلي خامنه‌يي په قطر کې د امریکا پوځي اډې ته په اشارې سره وايي، دغه پېښه کوچنۍ نه‌ او ستره ده چې په وینا یې، شونې ده چې تکرار شي.

خامنه‌يي نن شنبه، چنګاښ ۲۱مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ایران په سیمه کې د امریکا یوې پوځي اډې باندې برید سره، هغه هېواد ته سخت زیان رسولی دی. «اسلامي جمهوریت امریکا ته سخته څپېړه ورکړه.»

د ایران مذهبي مشر همداراز زیاته کړې چې تهران په سیمه کې د امریکا پوځي اډو ته لاسرسی لري او په وینا یې، هر وخت چې وغواړي، پروړاندې یې، ګام اخیستلی شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ایران د روانې چنګاښ میاشتې پر دویمه د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په غبرګون کې قطر کې د العدید پوځي اډه باندې برید کړی و.

دغه پوځي اډه په سیمه کې د امریکا له مهمو پوځي اډو شمېرل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام