د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه سوداګر له لوري د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان سلاموطندار ته وايي، د «خورشید» په نوم دغه ورزشي جمنازیوم د یاد ولایت په کشکرباطسنګي ولسوالي کې جوړ شوی دی.
د هرات د بدني روزنې او ورزش رییس عبدالرحمن رحماني وايي چې یاد ورزشي جمنازیوم د یوه سوداګر په شخصي لګښت جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رحماني په وینا، د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست هڅه کوي چې له ورته طرحو سره هرات او د یاد ولایت په ولسوالیو کې ورزش ته وده ورکړي.
دغه ورزشي جمنازیوم داسې مهال جوړېږي چې له دې وړاندې هم په دغه ولای او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ورزش ودې لپاره سوداګرو او عامه خلکو په خپل شخصي لګښت ورزشي جمنازیومونه، لوبغالي او میدانونه جوړ کړي دي.
سربېره پر دې ولایتونو کې د ورزشي برخې مسوولانو هم د ورزش ودې او د لوبغالو جوړولو لپاره خپلې هڅې کړې دي.


