د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې د بېپېلوته الوتکو د بریدونو پرمهال اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د اوکراین لوړپوړو چارواکو نن دوشنبه، جون ۲۳مه، ویلي چې روسیې بېګاه شپه پر کېیف او شاوخوا سیمو دغه بریدونه کړي دي.
په ورته مهال رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، د روسیې بریدونو پرمهال د اوکراین هستوګنیزو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کېیف پوځي ادارې مشر پر خپل ټېلېګرام یاد برید ته په غبرګون کې لیکلي چې روسیه غیرپوځي سیمې، له هغې ډلې هستوګنیزې ودانۍ او د پټنځایونو د وتلو لارې په نښه کوي.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ هم پر اوکراین د روسیې د بریدونو له امله ۲۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ کسان ټپیان وو.
د ۲۰۲۲کال په فبرورۍ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پیل راهیسې، دواړه لوري د ملکیانو په نښه کول ردوي؛ خو لاهم دې جګړه کې زرګونه ملکیان تراوسه وژل شوي او ټپیان شوي.