انټيبیوټیک یا د مکروب ضد درمل هغه درمل دي چې باکتریا وژني؛ خو د روغتیاپالانو په وینا، ناسم کارول یې نه یوازې درملنې سره مرسته نهکوي؛ په اوږدمهال کې کولای شي، بدن د دې درملو پر وړاندې مقاومت وکړي.
کابل کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر قیس قیومي سلاموطندار ته وايي: «په خپل سري توګه د هر ډول درملو کارونه، زیانه لري. د انټيبیوټیک ډېر کارول، ښايي ډېر چټک غبرګونونه ولري او د ناروغ د مړینې لامل شي.»
د کابل یو اوسېدونکی امید په خپل سر د انټيبیوټیک کارونې ترخه تجربه لري. هغه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د ډاکټر له نسخې او د متخصص له مشورې پرته، په خپلسر درمل استعمالوي. «ډاکټر ته لاړم نه؛ ډاکټر ته چې ورځې، نو پیسې غواړي.»
د روغتیاپالانو په باور، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د پوهاوي کموالی او درملو ته اسانه لاسرسي دغه ستونزه پراخه کړې ده. همدارنګه، په ځینو درملتونونو کې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت هم د دغې ستونزې د پراخېدو له عواملو څخه ګڼل کېږي.
کابل کې درمل پلورونکی میرویس وايي: «ډېری درملتونونو کې فارمسست نشته او درملتونونه لکه د خرواکي توکو په څېر ګڼي. هر څوک چې ورځي، له تشخیص پرته ورته درمل ورکوي او درمل ورته تطبیقوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د غیر مسلکي کسانو لهخوا د درملو د پلور مخه ونیسي. دې سره، د عامې روغتیا وزارت بیا تل رپوټ ورکړی چې له درملتونونو څخه څارنه کوي. شیراز یو بل ځوان دی چې له ډاکټر سره له مشورې پرته یې انټيبیوټیک درمل کارولي.
هغه د خپلې تجربې په اړه وايي: «په دې نه پوهېدم چې د ستوني درد مې څه ډول دی، خو لاړم او درمل مې واخیستل.»
د روغتیا نړیوال سازمان، د مکروب ضد مقاومت په نړیواله سطحه د روغتیا پر وړاندې له جدي ګواښونو څخه بللی، هغه ګواښ چې افغانستان کې د درملو د زیاتې کارونې له امله د پراخېدو په حال کې دی.
که څه هم دغې موضوع په اړه مو له عامې روغتیا وزارت څخه ځواب ترلاسه نهکړ؛ خو روغتیاپالان د دغې پروسې د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کوي.