د زابل د شاجوی ولسوالي اوسېدونکو په خپلو شخصي امکاناتو د دوو ښوونځیو جوړولو چارې پیل کړي چې له امله به یې سلګونه زده‌کوونکي له مناسب درسي چاپېریال برخمن شي.

دغه دوه ښوونځي د شاجوی ولسوالي «یخ‌آب» او «کجیرخېلو» کلیو کې جوړیږي.

د «یخ‌آب» لومړني ښوونځي لپاره چې څلور درسي خونې به ولري، خلکو یو جریب ځمکه وقف کړې او په جوړېدو سره به یې شاوخوا ۳۰۰ زده‌کوونکي د زده‌کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

د «کجیرخېلو» ښوونځي د جوړېدو چارې هم پیل شوي او تمه ده چې ډېر ژر به دا ښوونځی هم یوه معیاري ودانۍ ولري.

د دغو ښوونځیو د بنسټ ډبرې ایښودو مراسمو ته د پوهنې آمر مولوي حبیب‌الرحمن شاهد، ښوونکي، زده‌کوونکي، قومي مشران او د ټولنې مخور ورغلي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ګډونوالو د پوهنې پر ارزښت ټینګار وکړ او د خلکو دا مالي ملاتړ یې وستایه.

د زابل د پوهنې ریاست امر مولوي شاهد وویل: «د خلکو دا ډول ونډه د پوهنې په وده کې حیاتي رول لري. موږ ژمن یو چې د ښوونځیو د اسانتیاوو برابرولو لپاره خپلې هڅې لا چټکې کړو.»

د زابل په شاجوی ولسوالي کې خلک د خپلو شخصي لګښتونو له لارې د دوو ښوونځیو د جوړېدو چارې داسي مهال پیلوي چې لا هم د دې ولایت ډېری لرې پرتو سیمو کې ګن شمیر ماشومان او تنکي ځوانان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام