Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل کې ګجرات له لکناو سره سیالي کوي

rashid-khan-ipl-2023-gt-vs-mi-1682448500

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن ماښام ګجرات ټایټنز له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنجشنبه، مې ۲۲مه، ۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

افغان لوبغاړی راشدخان او کریم جنت هم له ګجرات ټایټنز لوبډلې سره لوبېږي.

ګجرات لوبډله چې دا مهال د یاد لیګ د سیالیو جدول په سر کې ځای لري، له کړیو ۱۲ سیالیو څخه ۹ ګټلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې لوبډلې د یاد لیګ نیمه‌پای‌لوبې ته هم لاره پیدا کړې ده. رویال چلنجرز بنګلور، ممبی انډیینز او پنجاب کنګز پاتې هغه لوبډلې دي چې نیمه پای‌لوبو ته وتلي دي.

لکناو سوپر جاینټز بیا له کړیو ۱۲ سالیو څخه یوازې ۵ لوبې ګټلي او د سیالیو جدول په اووم ځای کې شتون لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو سیالیو کې ګجرات درې او لکناو بیا وروستۍ دوه لوبې ګټلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام