Asset 1SWN

د افغانانو لومړۍ ډله د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته ورسېده

Afghan-pilgrims-Hajj-1000x600

د حج او اوقاف وزارت چارواکي وايي چې سږکال د حج ادا کولو لپاره د افغان زیارت‌کوونکو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته رسېدلې ده.

بېګاه ناوخته د کابل هوايي ډګر کې سعودي ته د تلونکو افغان زیارت‌کوونکو د لومړنۍ الوتنې په اړه جوړې شوې غونډې ته د یاد وزارت چارواکو وویل چې دغه بهیر سعودي عربستان سره په همغږۍ پیل شوی دی.

د دغه وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږکال به له ټول هېواد څخه شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

په همدې حال کې د یادو افغانانو د لېږد لپاره د هېواد په څلور زونونو «کابل، کندهار، هرات او بلخ» هوايي ډګرونو کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ افغان زیارت‌کوونکي د حج ادا کولو لپاره د کابل له هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان مدینې منورې ښار ته رسېدلې دي.

د حج او اوقاف وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب په یاده غونډه کې وویل: «مونږ د ۳۰زره حاجیانو د سمې لارښوونې لپاره د ټول هېواد په سطحه (۶۵۲) جید علماء کرام د ازموینې له لارې د معلمینو په توګه ټاکلي دي، دغه معلمین به له افغان حاجیانو سره حرمینو شریفینو ته یوځای سفر کوي»

سږکال افغانستان ته د ۳۰زره حاجیانو سهمیه ورکړل شوې چې په ۹۷ پروازونو کې به سعودي عربستان ته لاړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام