د یمن پر پلازمېنې صنعا د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې اته کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
حوثي ډلې پورې تړلې المسیره ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغه کسان د پلازمېنې صنعا په شمال، الحارث سیمه کې وژل شوي دي.
امریکا وايي چې د روان کال مارچ میاشتې له نیمايي راهیسې تر دې مهاله یې، د حوثیانو پر اهدافو شاوخوا ۸۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.
حوثي ډلې همداراز ویلي چې د یکشنبې پر شپه په عمران او صعده ښارونو کې د امریکا هوايي بریدونو پرمهال دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. پر یمن د امریکا وروستیو بریدونو کې تر دې مهاله ۲۲۸ کسان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو راهیسې یمن کې د حوثي ډلې پر مرکزونو او سیمو د امریکا هوايي بریدونو زور اخیستلی دی.
ټرمپ له دې وړاندې ویلي و چې د یادې ډلې د عایداتي سرچینو او کمزوري کولو لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.