Asset 1SWN

اسلامي امارت د ثور ۷مې کودتا غندلې او ۸مه یې تاریخي ورځ بللې

ثور ۷مه

نن د ثور ۷مه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۷مې کلیزې سره برابره ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ثور ۷مې او ۸مې تاريخي ورځو په اړه خبرپاڼه کې ویلي، له نن څخه ۴۷ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷مه د پخواني شوروي اتحاد لښکرو لخوا د وخت د حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه او د يو غيور مسلمان ملت پر حريم د کمونیستي تيري لپاره زمینه برابره شوه.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کار د دې لپاره وشو، ترڅو د افغانستان خاوره خپله مستعمره او خلک يې د ځان غلامان وګرځوي او خپله کمونيستي مفکوره پرې تحميل کړي، خو ازادي غوښتونکو افغانانو په تش لاس له ۱۴ کاله مبارزې وروسته د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه خپلواکي ترلاسه او د ۲۰مې پېړۍ شوروي استعمار ته یې ماته ورکړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسلامي امارت د ثور ۷مې کودتا او ورپسې د افغانستان پر حریم کمونیستي تاړاک غندلی او د ثور ۸مه یې بیا د هېواد د ازادۍ او ویاړ تاریخي ورځ بللې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې «موږ د ثور اوومې او اتمې تاريخي ورځو په رارسېدو یوځل بیا یادونه کوو چې اسلامي امارت لکه چې د خپل وطن د خپلواکۍ د اعادې، وحدت او اتفاق راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نفاذ لپاره جوړ شوی و، هغه هدف ته رسیدلی. او اوس د دې وخت دې چې د خپل شرعي نظام څخه کلکه ساتنه وشي او د یو با ثباته او په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یو موټی او متعهد واوسئ.»

د وخت کمونیستي حکومت د ۱۳۷۱ د ثور په اتمه نېټه د مجاهدینو له لوري نسکور شو او له هغه وروسته، مجاهدین واک ته ورسېدل چې ورسره په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شوې.

له څو کلونو کورنیو جګړو وروسته، اسلامي امارت پر افغانستان ولکه خپله کړه او د پنځو کلونو لپاره یې حکومت وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام