د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو او سوداګرۍ ٢٠ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن سه شنبه کابل کې د افغان – قزاق سوداګریز کنفرانس ته وویل، له دغو ۲۰ هوکړهلیکونو ۳ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره او ۱۷ نور یې بیا په سوداګریزو برخه کې لاسلیک شوې دي.
افغان ـ قزاق سوداګریزه غونډه تېره ورځ د اسلامي امارت او د قزاقستان د لوړپوړو چارواکو او د دواړو هېوادونو د څه باندې ۴۰۰ سوداګرو او پانګهوالو په ګډون پیل شوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه غونډه د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د لوړولو په موخه جوړه شوې ده.
د دغې غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ګډ نندارتون هم پرانيستل شو.
د یادونې ده چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین وړمه ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر راغلی دی.



