تورخم کې د بیرته راستنېدونکو د موقت مېشتېدنې عمري کمپ مسوولان وایي، د راستنو شویو افغانانو لپاره یې ټولې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی وویل، دغه کمپ کې یې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ ضد واکسین، د داخله ناروغیو کتنځایونه، زېږون برخې او د بېړنیو ناروغانو لپاره د امبولانس خدمتونه هم چمتو کړي دي.

د موقت مېشتېدنې کمپ کې د روغتیایي برخې مسوول رسول خان وایي چې هره ورځ په ټولو برخو کې د شاوخوا ۳۵۰ ناروغانو درملنه کوي.

ده وویل: «مونږ په مختلفو برخو کې خدمات کوو. د ورځې تر ۳۵۰ ناروغان درملنه کو. لکه نسایي ولادي، واکسینونو برخه، د ټي‌بي برخه، د ایډز او زیړي. ناروغانو ته پشه‌خانې ورکوو، ترڅو له ناروغیو خوندي پاتې شي.»

د موقت مېشتېدنې کمپ مشر نصرت الله طلحه وویل، د روغتیایي خدماتو ترڅنګ راستنو شویو ته د مخابراتو، خپلو سیمو ته د لیږد او د عامه پوهاوي په برخه کې هم خدمات وړاندې کیږي.

دی وايي: «مونږ د دوی په خدمت کې حاضر یو، ټولې کمیټې فعاله دي کار کوي. په دې ځای کې دوی ته په کمپ کې ټول سهولتونه موجود دي. د اوسیدو ځای، اوبه، د سفریې لپاره موټر ورکوو چې دوی خپلو سیمو ته انتقال کړي او ددې ترڅنګ خرچه او د تلو مصرف هم ورکوو.»

په ورته مهال راستانه شوي کډوال  وایي چې ډیری راستانه شوي بیا په رواني ناروغیو اخته دي او د خپل راتلونکي په اړه فکر وړي او وایي ډیری راستانه شوي د هستوګنې لپاره د ځای او د کاري فرصتونو کموالي اندیښمن کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


محمد نعیم چې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې اوسېده، تازه له خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سره راستون شوی.

دی چې په موقت مېشتېدنې کمپ کې یوه روغتیایي مرکز ته د درملنې لپاره ورغلی وايي:

«ټول خلک په رواني تکلیف اخته شوي او د روژې له اولې ورځې چې پاکستان د شړلو لړۍ شروع کړې، خلکو ته یې ذهني تکلیف پیدا کړی، دلته چې مونږ ته کوم خدمتونه کیږي اوس دوا راکوي او نور ټول سستم یې راته برابر کړی دی.»

۶۴کلن زمری هم تازه هېواد ته راستون شوی او دامهال په تورخم عمري کمپ کې اوسیږي.

دی وایي، خوښ دی چې له ۴۵کلونو وروسته هیواد ته راستون شوی، خو د سرپرست حکومت له مسؤلانو غواړي چې د بیا مېشتیدنې لپاره ورسره همکاري وکړي.

»مونږ خوښ یو چې بیرته وطن ته راغلو او حکومت زمونږ کورنۍ په دولتي موټرو کې خپلو کلیو ته وړي او له مونږ سره مرسته کوي. د ترانسپورت له لارې نه مونږ ته تیاره ډوډۍ هم رسیږي او مونږ چې په کمپ کې اوسیږو، مونږ ته هر څه شته، خیمې وهل شوي او کډوالو ته کومه ستونزه نشته.»

د یادونې ده چې له تورخم عمري کمپ څخه په ورځني ډول د کورنیو د ثبت او راجستر له پروسې وروسته تر سلو زیاتې کورنۍ په دولتي موټرو کې خپلو سیمو ته لیږدول کيږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام