اسلامي امارت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعاوې رد کړې چې کواګې وسله‌وال د یاد هېواد پر وړاندې د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره کاروي.

نوموړي دغه ادعا پرون یکشنبه، وري ۲۴مه لندن کې خبریلانو سره د یوې خبري ناستې پرمهال کړې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شهباز شریف د ادعا په غبرګون کې وايي چې افغانستان په خپله خاوره کې د پاکستان پر ضد هېڅ ډول فعالیت ته اجازه نه‌ورکوي.

فطرت ټينګار وکړ چې د پاکستان کورنۍ ستونزې افغانستان پورې تړاو نه‌لري او په وینا یې، پړه یې، باید پر افغانستان وانه‌چول شي.

هغه پاکستان ته په اشارې سره ویلي چې دغه هېواد باید په کور دننه خپلو ستونزو ته حل لار ولټوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حمیدالله فطرت سلام‌وطندار ته وویل: «موږ پخوا هم داسې ادعاوې رد کړي او اوس یې هم ردوو. افغانستان د پاکستان پر ضد هېڅ اقدام او فعالیت اجازه نه‌ورکوي، د پاکستان دننه امنیتي پېښې افغانستان پورې هېڅ تړاو نه‌لري. دا د پاکستان کورني مشکلات دي او په کور دننه یې، باید حل کړي او د خپلو ناکامیو او غلطو سیاستونو پړه دې پر افغانستان نه‌وراچوي.»

پاکستان له دې وړاندې په وار وار ادعا کړې چې افغان خاوره د هغه هېواد پر ضد کارول کېږي، خو په دې تړاو یې، تراوسه هېڅ ډول اسناد نه‌دي وړاندې کړي چې وښايي افغانستان د دوی پر ضد کارول کېږي.

د افغانستان سرپرست حکومت له دې وړاندې هم ورته ادعاوې رد کړي او ټينګار یې، کړی چې چاته اجازه نه‌ورکوي، څو افغان خاوره د ګاونډي او نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام