د حماس ډله وايي چې غزه کې د «فلسطینیانو ټولوژنې» په غبرګون کې یې، د اسراییلو پر سوېلي ښارونو توغندیز بریدونه کړي دي.
بلخوا اسراییلو پوځ وايي چې شاوخوا لس توغندي د دوی پر لور ورویشتل شوي چې ډېری یې، شنډ کړل شوي دي.
د اسراییلو ۱۲ ټلوېزیوني شبکې بیا په سوېلي اشکیلون ښار کې د توغندیو د لګېدو خبر ورکړی دی.
د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې د یوه کس درملنه کوي چې د توغندي د ټوټو له امله ټپي شوی دی. د اسراییلو د بېړنیو خدماتو ادارې له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سړک پر غاړه موټر د توغندیو له امله ویجاړ او لګېدلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پر اسراییلو د یادو توغندیزو بریدونو په لړ کې یوازې پرون یکشنبه، غزه کې د اسراییلو بریدونو له امله ۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پر اسراییلو د حماس له برید څو شېبو وروسته د اسراییلو پوځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د غزې مرکزي سیمې دیارالبلاح اوسېدونکو ته یې، خبرداری ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې دا د یادې سیمې اوسېدونکو ته له برید مخکې وروسته خبرداری دی.


