Asset 1SWN

میانمار کې د زلزلې د مړو شویو شمېر له ۱۶۰۰ پورته شوی

ff0eb0c0-0c82-11f0-b6c2-a58dae0af4a0.jpg

رویټرز خبري اژانس ویلي، د ریښتر په کچه دغې ۷.۷ درجې زلزلې د میانمار په مانډالې ښار کې تر ټولو زیات زیانونه اړولي چې د ژغورنې هڅې یې هم ټکنۍ کړې دي.

دغه زلزله کې تر ۱۶۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

له خاورو د جسدونو را اېستلو هڅې روانې دي او ښايي د مرګژوبلې شمېرې نورې هم لوړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره، د امریکا د ځمک پېژندنې مرکز بیا خبرداری ورکړی چې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر به له لس زرو هم پورته شي.

میانمار کې د تېرې جمعې په ورځ د ریښتر په کچه ۷.۷ درجې زلزله وشوه چې ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي او پراخې ودانۍ په کې نړېدلي دي.

په ورته مهال یوشمېر هېوادونو میانمار ته د مرستو لېږد ژمنه کړې ده. همداراز د میانمار ګاونډ ټایلنډ هېواد ځینې سیمې هم د یادې زلزلې له امله زیانمنې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام