د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د شماليکوریا مشر کېم جونګ اون سره لاهم ښې اړیکې لري.
ټرمپ چې په اووال دفتر کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټ سره یوې خبري ناسته کې خبرې کولې، یو ځل بیا شماليکوریا د یوه اټومي ځواک په توګه یاد کړی دی.
نوموړي د یوه خبریال پوښتنې چې ایا غواړي له کېم جونګ اون سره یوځل بیا اړیکې ورغوي، وویل: «زه له کېم جونګ اون سره ښې اړیکې لرم او به وګورو چې څه پېښېږي، خو یقینآ هغه یو اټومي ځواک دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تېره اوونۍ، د کیم جونګ اون خور کېم یوجونګ د ټرمپ پر ادارې د «پاروونکو اقداماتو» د زیاتولو له امله نیوکه وکړه.
هغې وویل چې دغه اقدامات د دې لپاره کېږي چې د شماليکوریا د اټومي وسلو مخه ونیول شي.
په ورته مهال واک ته د ډونالډ ټرمپ له راتلو وروسته روانه اوونۍ د لومړي ځل لپاره شماليکوریا څو بالېسټیک توغندي وتوغول.