Asset 1SWN

د ډونالډ ټرمپ ګواښ؛ حماس دې پاتې ټول یرغمل خوشې کړي

063_2202607858-1

د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند خبرو او د پاتې یرغمل شویو د خوشې کولو بهیر پر وړاندې د ننګونو له رامنځته‌کېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا حماس ته ګواښ کړی او د ټولو یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره خوشې کولو او د وژل شویو کسانو د جسدونو د ورسپارلو غوښتنه یې کړې.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که یرغمل شوي کسان خوشې نه‌شي، او مړي یې انتقال نه‌کړي؛ نو حماس به له دردناکو پایلو سره مخ شي او هیڅ یو مشر به یې هم خوندي نه‌وي.

دغه ګواښ وروسته له هغې کېږي چې سپینې ماڼۍ تایید کړه چې غزه کې د امریکايي برمته‌شویو د خلاصون لپاره له حماس سره مستقیمې او محرمې خبرې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشال» کې لیکلي:

«که تاسو هغه څه ونه‌کړئ چې زه یې وایم، زه به اسراییلو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړم، څو کار تمام کړي. د حماس هېڅ یو غړی به هم نور خوندي نه‌وي.»

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وايي، د حماس او اسرایلو ترمنځ اوربند تر بل هر وخت ډېر کړکېچن شوی او که تاوتریخوالی زیات شي، د غزې خلک به تر ټولو ډېر زیانمن شي.

د چارو کارپوه عبدالناصر شفیق ټینګار کوي چې د نویو شخړو د مخنیوي لپاره باید اسراییل او حماس د اوربند هوکړې ته غاړه کېږدي.

د نړیوالو اړیکو بل کارپوه شمشادعزیز کاظمي وویل، د غزې په جګړه کې ښکېلې خواوې په تېره بیا حماس باید د امریکا د ولسمشر ګواښونه جدي ونیسي او له ډېر احتیاطه کار واخلي.

دې سره، امریکا د غزې د بیارغونې لپاره د عربي هېوادونو له پلان سره هم مخالفت کړی.

قاهره کې د عربي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو او شړلو پرته د غزې د بیارغونې لپاره د مصر پلان تصویب شو چې لګښت یې ۵۳ میلیارده ډالره اټکل شوی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د منځني ختيځ د مسايلو کارپوه محمد فايق هشام وايي، که امريکا وغواړي د غزې د اوږدمهاله مالکيت پلان عملي کړي؛ نو عربي هېوادونه به له دغه پلان سره د مخالفت توان ونه‌لري.

د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو په پایته رسیدو سره غزه کې د سولې د بهیر راتلونکی لا هم ناڅرګند دی.

اسراییلو ویلي چې د روژې او د یهودانو «فسحې» جشن په مناسبت د امریکا له لوري غزه کې د لنډمهالي اوربند له پلان سره یې موافقه کړې؛ خو حماس تر اوسه دغه پلان نه‌دی منلی.

د یادې مسلې په غبرګون کې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام