Asset 1SWN

سلام وطندار

کروندګر: حکومت دې د بدیلو کښتونو برابرولو کې همکاري وکړي

afghanistan-drought-harvest

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يوشمېر کروندګر چې پخوا يې په خپلو کروندو کې کوکنار کرلي وو وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د دولت او مرستندويه بنسټونو له‌خوا ورسره مرسته نه‌ده شوې.

د هلمند يو کروندګر اميرخان چې سږ کال يې په خپلو کروندو کې غنم کرلي وايي، ښه حاصل يې نه‌دی ترلاسه کړی او له دولت څخه غوښتنه کوي چې بديل کښت ورته ووېشي

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «له څو کلونو راهیسې موږ ته ویل شوي چې تریاک ونه کرئ او موږ تاسو ته اصلاح شوي تخمونه ویشو، موږ سږکال دا کرلي دي، خو ښه حاصلات مو نه‌دي ترلاسه کړي او موږ غواړو چې بدیل فصلونه موږ ته ووېشل شي.»

د زابل کروندګر عبدالرحيم چې سږ کال يې په خپلو ځمکو کې انجه کرلې هم شکایت کوي چې د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د دولت له‌خوا ورسره مرسته نه‌ده شوې.

نوموړي وویل: «موږ ته ویل شوي وو چې کوکنار ونه‌کرئ، تریاک بند دي او موږ به تاسو ته بدیل درکړو؛ له بده مرغه، تر اوسه موږ ته کوم بدیل فصل نه‌دی راکړل شوی، څو موږ ښه عاید ترلاسه کړو او موږ ته باید یو څه راکړل شي چې لوړ قیمت ولري.

دغه بزګران د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت غواړي چې د بدیل کښت او اصلاح شویو تخمونو په وېش کې ورسره مرسته وکړي.

د بدخشان په ارګوی ولسوالي کې کروندګر وجه‌الدین وویل: «له اسلامي امارت مې غوښتنه دا ده چې د کوکنارو بدیل کښت راکړي او له دې کښت مې لاس کښلی او همکارۍ ته اړتیا لرو.»

په همدې حال کې د کرنې وزارت مسولان وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې سلګونه زره کروندګرو ته بدیل کښتونه وېشلي. د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وویل، پر دغو بزګرانو غنم، زعفران او یو شمېر نورې اصلاح شوي تخمونه وېشل شوې دي.

هغه وویل: «په سلګونو زره بزګرانو د بدیل معیشت پروګرامونو څخه ګټه پورته کړې ده. موږ په مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو غږ کوو چې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه چمتو کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې وروستیو کې افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا «یوناما» کابل کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د خصوصي سکټور د ملاتړ او کروندګرو ته د بدیل کښت د برابرولو په اړه غونډه جوړه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام