Asset 1SWN

سلام وطندار

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان‌بانک دې پر شهزاده سرای امنیتي فشار نه‌راوړي

۰۰۰۰۰۰

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان له افغانستان بانک څخه غوښتنه کوي چې کابل کې د سرای شهزاده صرافانو پر ټولنې سیاسي او امنیتي فشارونه رانه‌وړي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان‌جان الکوزي نن «دوشنبه، سلواغې ۱۵مه» کابل کې د “د افغانیو د ارزښت د ثبات ساتلو لپاره د افغانستان بانک د اقداماتو څخه د خصوصي سکتور بشپړ ملاتړ” تر سرلیک لاندې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «شهزاده سرای یو تاریخي او باارزښت مرکز دی. پر دې مرکز پوځي او امنیتي فشارونه باید رانه‌وړي او د بانکي اصولو له مخې، چلن وشي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې غونډه کې د افغانستان بانک چارواکو له خلکو وغوښتل چې په خپلو ورځنیو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو څخه کار واخلي، څو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتل شي.

د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد وايي چې بانک د بهرنیو اسعارو د بازارونو او مالي ادارو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي بهرنۍ اسعارو سرچینې لري.

نوموړي وویل: «مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د بازارونو او مالي ادارو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي بهرنۍ اسعارو سرچینې لري. افغانۍ زموږ ملي هویت دی او د سوداګرو په ګډون د ټولو خلکو لپاره اړینه ده چې په خپلو معاملو کې په افغانیو راکړه ورکړه وکړي. د افغانستان مرکزي بانک هڅه کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې معاملې په افغانیو ترسره شي. هېواد کې سوداګریزې معاملې په افغانیو ترسره کېږي. موږ له خپلو خلکو څخه غواړو چې د افغانیو په ارزښت خپل باور وساتي او خپلې پیسې په بهرنیو اسعارو بدلې نه کړي، پرته له اړتیا.»

په همدې حال کې، د شهزاده سرای صرافانو ټولنه له افغانستان بانک څخه غواړي چې د افغانیو په ارزښت کې د دوامداره ثبات د رامنځته کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

په کابل کې د شهزاده سرای صرافانو د ټولني مشر بهرام خان ځدراڼ وايي: «د افغانستان بانک پر خپلو ژمنو عمل کړی او افغانۍ زموږ ملي هویت دی او هیله‌مند یم چې د افغانستان بانک خپل دې سیاست ته دوام ورکړي، څو افغانۍ باثباته شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د نغدي مرستو د بندېدو امر وکړ، د کابل په بازارونو کې د یو ډالر بیه له ۶۹ افغانیو څخه ۸۴ افغانیو ته لوړه شوه، خو د ځینو بدلونونو وروسته، یو ډالر اوس مهال په ۷۴ افغانیو دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام