هندي رسنۍ وايي چې د یاد هېواد د بالوود سینما ستوری سیفعلي خان په خپل کور کې شپږ ځایه په چاقو وهل شوی او دا مهال روغتون کې بستر دی.
د هند ANI رسنۍ راپور ورکړی چې نوموړی بېګاه ناوخته په خپل کې د یوه کس له لوري په چاقو وهل شوی. په راپور کې ویل شوي چې د نوموړي دوه ټپونه ژور دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم تراوسه معلومه نهده چې سیفعلي خان ولې د دغه کس له لوري په چاقو وهل شوي، خو یوشمېر رسنیو بیا خبر ورکړی چې دغه کس د نوموړي کور ته د غلا لپاره ورغلی و.
د ممبی په بانډرا کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې یاد کس له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې، روانې دي.
بلخوا د لیلاتي ممبایډر روغتون ډاکټرانو ویلي چې خان تر جراحي عملیاتو لاندې دی او تر عملیاتو وروسته به روغتیايي وضعیت روښانه شي.
پر سیفعلي د چاقو دغه برید داسې مهال کېږي چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د سیډهو موسواله په نوم یو هندۍ سندرغاړی هم د ناپېژنده کسانو له لوري ۲۴ مرمۍ وېشتل شوی او وژل شوی و.
همداراز پولیسو د څېړنو پرمهال موندلې چې د بالوود سینما یو بل ستوری سلمان پرته له دې چې دی وپوهېږي، له یوه ترور ژوندی وتلی دی.