د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د کروندګرو، مالدارانو، د کورنیو تولیداتو او اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره یې یوه کړنلاره جوړه کړې او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د ریاستالوزرا مقام ته استولې.
د دغې کړنلارې له مخې، ټول وزارتونه اړ دي چې د کورنیو محصولاتو لګښت ته لومړیتوب ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه کړنلاره کې له هېودوالو غوښتل شوي چې د خپلو پروژو او ودانیزو چارو په برخو کې د افغانستان تولید شوي سمنټو استفادې ته لومړیتوب ورکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل: «دا طرزالعمل د کروندګر او مالدارو د اقتصادي ودې پیاوړتیا او همداراز د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې لپاره جوړ شوی چې له ټولو لومړی دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو لوی ریاست او نور بنسټونه باید خپلو اړتیاو ته په دې محصولاتو کې لومړیتوب ورکړي.»
د اقتصادي چارو یوشمېرکارپوهان پر کرنې او مالدارۍ د هېواد د ډېری وګړو د ژوند اتکا ته په اشارې سره وايي، د کورنیو تولیداتو مصرف ته لومړیتوب ورکول د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي.
د اقتصادي چارو کارپوه قطبالدین یعقوبي وویل: «افغانستان کرنیز هېواد دی او ۹۰سلنه خلک کرنه کې بوخت دي او د کورنیو کرنیزو محصولاتو څخه استفاده د ملي اقتصاد پیاوړتیاو د کارموندنې ډېروالي لامل کېږي چې د کرنیز وضعیت ښهوالي او خوړو خوندیتوب کې مرسته کوي.»
یوه بل کارپوه سېلاب سمندر هم وویل چې د کورنیو محصولاتو د استفادې ترڅنګ باید، د صادراتو لپاره بازارموندنه وشي. «له ۴۰ تر ۵۰سلنې د صنعتکارانو د خرڅلاو ستونزه حلوي او نه یوازې د کاروبار ودې لپاره اړین نهدی، بلکې د تولید لپاره د خرڅلاو بازار رامنځته کوي.»
له دې وړاندې هم اسلامي امارت په ټولو وزارتونو، د ودونو په تالارونو او محفلونو کې د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د کرنیزو او مالدارۍ له محصولاتو څخه پر استفادې ټینګار کړی و او ویلي وو، د کورنیو محصولاتو د ملاتړ په موخه یې پر وارداتي محصولاتو تعرفه لوړه کړې ده.