د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي، د خوست ښار منار کې د کتاب لوستنې او مطالعې ته د ځوانانو هڅولو په پار د «رڼا» په نوم د کتاب لوستنې درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.
دغه نندارتون د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ پرانېستل شوی چې نن سهشنبه، لیندۍ ۲۷مه یې، وروستۍ ورځ ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر سبحانالله اعزام د ياد نندارتون د پرانيستې مراسمو کې وويل چې د ياد نندارتون د جوړېدو موخه د کتاب لوست او مطالعې ته ځوانانو هڅول دي.
هغه همداراز وويل چې دغه رياست پلان لري، په راتلونکې کې لرېپرتو ولسواليو او سيمو کې هم دا ډول نندارتونونه جوړ کړي.
د عامه کتابتونو د همغږی امر مومند محمدي بیا دې مراسمو ته وویل چې د خوست د اطلاعاتو کلتور رياست او کاروان خصوصي کتابتون له مسوولانو سره يې په ګډه ياد نندارتون جوړ کړی دی.
هغه وويل: «دا چې د خوست خلک علم دوسته خلک دي نو موږ د عامه کتابتونو رياست د اطلاعاتو او کلتور رياست او د کاروان خصوصي کتابتون سره يې په ګډه جوړ کړی و.دا چې د خوست خلک علم دوسته خلک دي نو ځکه مو دلته جوړ کړ.»
ياد نندارتون ته راغلي يوشمېر کسان هم د دې نندارتون پر جوړېدو خوښ دي. د نندراتون يوه ګډونوال ابراهيم وويل چې دا ډول نندارتونو جوړول د خوست ځوانانو لپاره خورا مهم دی او د کتاب په مطالعې سره ځوانانو علمي کچه لوړېږي.
خوست کې له دې وړاندې هم د کتاب اوونۍ او مطالعې ته د ځوانانو هڅولو په موخه د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي.