د پوهنې سرپرست وزارت سرپرست حبيبالله اغا وايي، د هېواد لرې پرتوسیمو کې به ښوونځیو جوړولو برخه کې ځانګړی پام وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې خوست کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل که څه هم د ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو برخه کې د وزارت بوديجه په نشت حساب ده، خو په وینا یې، هڅه کوي د موسسو او سازمانونو په مرسته ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
هغه همداشان زياته کړه چې واک ته د ا.ا په رسېدو سره هېواد کې د موسسو په مرسته ۱۴۰۰ ښوونځيو ته ودانی جوړې کړې دي.
هغه وويل: «د پوهنې وزارت بې توجو نهدی خاص کار هغو سيمو لپاره چې ښوونځي نشته پکې ځانګړی پام کوو. که څه هم د پوهنې وزارت بوديجه د تعميرونه جوړولو برخو کې په نشت حساب ده خو بيا مو هم د مؤسساتو په مرسته په تېرو کلونو کې ۱۴۰۰ ښونځي جوړ کړي.»
هغه همدغهراز وويل چې ځينې کړۍ داسې اوازې خپروي چې ګواکې اسلامي امارت د عصري علومو ته پام نهکوي، خو په وینا یې، دا هېڅ حقيقت نهلري.
د نوموړي په وینا، هر هغه علم ته چې د افغانانو اړتيا ده، پوهنې وزارت ژمن دی چې هغې برخې ته به ځانګړی پام کوي.
هغه وويل عصري علوم په اوس وخت کې د ژوند يوه له مهمو اړتياوو ده چې ورته به پام کيږي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د ځينو کړيو بې ځايه افواهاتو ته دې غوږ نه نيسي.