Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییلو برید کې ۱۱۲ فلسطینیان وژل شوي

Israels-attack-on-Gaza-3-qxfcglvotmtshf7czwdtlznqlci40bscytqcq6h288 (1)

حماس وايي، اسراییلو پر غزې بریدونه کړي چې له کبله یې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون، ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی چې یاد کسان پر بیت‌لاهیه ښار او د غزې تړانګې پر ځینو نورو برخو د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې پر بیت‌لاهیه د دوی په هوايي برید کې د حماس پنځه غړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کیفري نړیوالې محکمې پرون په یوه حکم کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع مخکیني وزیر یواف ګالانت د نیولو امر وکړ.

که څه هم تراوسه په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو او اوربند لپاره ډېرې هڅې شوي، خو تراوسه نه یوازې دا جګړه پای ته نه‌ده رسېدلې، بلکې لمنه یې لبنان ته هم غځېدلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې له ۴۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۴ زره او ۲۸۰ نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام