د میدانوردګ ولایت محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې لېوانو ۱۴ پسونه لهمنځه وړي او شپږ نور یې، ژوبل کړي دي.
پېښه جمعه، شپه، لړم ۱۱مه د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالي په «صدوخېل» کلي کې رامنځته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ریيس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته وویل چې په یاده پېښه کې ۱۴ پسونه لهمنځه وړل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې لېوانو د ثمرګل په نوم د یوه مالدار د مالونو ساتنې ځای ته اوښتي دي.
د نوموړي په وینا، په دغه پېښه کې د مالونو څښتن ته شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ زیان اوښتی دی.
له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې لېوانو او نورو وحشي ژویو له خلکو سربېره، څاروي هم داړلي دي.