د پکتيا احمدابا ولسوالي د خواجه علي صاحب زيارت ته څېرمه «يکشنبه، تلې ۲۹مه» د غونځي ګل په نوم مشاعره جوړه شوه چې ګڼشمېر شاعرانو او فرهنګپالو پهکې ګډون کړی وو.
د مسولانو په وينا په ياده مشاعره کې د پکتيا بيلابيلو سيمو څخه شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو ګډون کړی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ثوابجان وويل چې دا ډول مشاعرې د ځوانانو د فکري روزنې او يوالي لپاره اغېزمنې تماميږي.
هغه وويل: «پکتيا کې د شعر او ادب، د ادبي بنډارونو ډګر تود دی چې له جملی يې يوه د احمدابا ولسوالي کې د غونځي ګل مشاعره هم ده چې په تېر کې به د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ترسره کېده.له شاعرانو او ليکوالانو مو غوښتنه دا ده چې لکه څه ډول چې يو لوی مسوليت ور غاړې دی بايد د نظام او ټولنې د ګټې لپاره وڅرخوي.»
په مشاعره کې يوشمېر شاعرانو خپل ليکلي شوي غزلونه ولوستل او ځينو هغو په لوړ غږ ترنم کړل. دوی وويل چې په دا ډول ناستو کې هنر پالل کېږي.
د پکتيا یوه شاعر خوږمن ځاځي وويل چې په اوسني وخت کې تر ټولو مهمه اړتيا د ځوانانو د فکرونو رغول او د يوالي رامنځته کول دي.
هغه وويل که دا ډول ناستې او مشاعرې زياتې او لرې پرتو سيمو ته وغځول شي د ځوانانو د فکري رغونې لپاره به ګټورې تمامې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسوولانو په وينا، په راتلونکي به هم د شعر او ادب د غوړېدا او ځوانانو يوالي لپاره دا ډول مشاعرې په لرې پرتو سيمو کې ترسره کړي.